لښکرګاه (پژواک، ۲۱ غویی ۱۴۰۵): هلمند کې د مصنوعي غړو جوړولو یو مرکز چې تېر کال یې نږدې ۲۰ زره کسانو ته خدمات وړاندې کړي، د مصنوعي غړو جوړولو، فزیکي درملنې او مشورو له لارې معلولینو ته زمینه برابروي څو بېرته عادي ژوند ته ور وګرځي.
یاد مرکز د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې د سره صلیب نړۍوالې کمېټې (ICRC) په ملاتړ فعالیت کوي. دغه مرکز ته هره ورځ هغه کسان ورځي چې تېرو جګړو او ماینونو یې د بدن غړي اخیستي دي.
امانالله عابد د هلمند د نوزاد ولسوالۍ هغه ځوان دی چې د جګړې له امله یې یوه پښه له لاسه ورکړې ده. هغه وایي: «زما پښه ۱۷ کاله وړاندې په جګړه کې له منځه ولاړه، بیا سره صلیب پلاستیکي پښه راته جوړه کړه، اوس دلته په یو څه وخت کې راځم، پښه راته ترمیموي؛ که څه هم ژوند سخت دی، خو زه داسې احساس نه کوم چې پښه نه لرم.»
د هلمند د نوزاد ولسوالۍ د حسزوی کلي اوسېدونکی یو بل ځوان محمدصابر وایي، د ماین چاودنه کې یې دواړه پښې پرې او په ماشومتوب کې یې هیلې مړاوې شوې، خو همت یې له لاسه نه دی ورکړی.
هغه وویل: «زه د اتو کلونو وم چې پر ماین وختم او دواړه پښې مې پرې شوې، نو بیا له هغه وروسته ژوند ډېر سخت و، که څه هم دلته یې پلاستیکي پښې راته جوړې کړې او تګ کولای شم، خو د یوه روغ انسان په څېر کار نه شم کولای.»
دی وایي، باید د ده په څېر کسانو ته د داسې کار زمینه برابره شي چې په ناسته یې ترسره کړي، څو نورو ته اړ نه وي او په خپل لاس یو څه وګټي.
د هلمند د نوزاد ولسوالۍ د پيرزو کلي یو سپینږیری عینالدین پنځه کاله وړاندې په هېواد کې د جګړې له پای ته رسېدو وروسته خپل کلي ته روان و چې د ماین ښکار شو.
د هغه په خبره، تر ټولو لویه غوښتنه یې دا ده چې نړۍوال په افغانستان، په ځانګړې توګه په جنوبي حوزه کې پاتې ځمکني ماینونه شنډ کړي او له منځه یوسي.
ده وویل: «موږ خوشحاله وو چې جګړه پای ته ورسېده، خپلو کلیو ته روان وو چې یو پټ ماین راباندې وچاودېد؛ زما د زوی پښه روغه شوه، خو زما دواړه پښې پرې شوې. زه د یوه پلار او یوه سپینږیري په توګه دا غوښتنه کوم چې نړۍوال دې له موږ سره د ماینونو شنډولو برخه کې همکاري وکړي؛ ځکه د همدې ماینونو له امله اوس هم خلک ژوند له لاسه ورکوي او یا زما په څېر معلولېږي.»
په هلمند کې د ماینونو ښکار شوي ځوانان او د پاخه عمر کسان وایي، که څه هم د بدن غړي یې ماینونو اخیستي خو د دغه مرکز په مرسته یې ژوند ته هیلي پيدا شوې او خوشحاله دي چې د روغو انسانانو په څېر ژوند کوي.
د لښکرګاه د دریمې حوزې اړوند د بولان سیمې اوسېدونکی اکرامالله په دې اړه وایي: «زما دواړه پښې د ماین چاودنه کې پرې شوې، بیا چې دغه مرکز ته راغلم ژوند ته مې هیله پيدا شوه، اوس د روغو کسانو په څېر ګرځېدای شم، ځان هیڅ نیمګړی نه احساسوم، لکه یو روغ انسان داسې یم او وخت په وخت دلته راځم مصنوعي پښې راته ترمیمېږي او ډاکټران ډېري هیلهبښونکې خبرې راته کوي چې زما حوصله یې نوره هم زیاته کړې ده.»
د دغه مرکز مسوولین وایي چې دلته یوازې مصنوعي پښې او لاسونه نه جوړېږي، بلکې په نورو برخو، لکه دماغي فلج، کږې پښې رغول، د لنډو پښو رغول، د ملا د تیر ستونزې حلول او تر څنګ یې ناروغانو ته بېلابېلې مشورې ورکوي.
د مصنوعي غړو جوړولو د یاد مرکز سرپرست عبدالواحد نعیمي وایي چې په دغه مرکز کې نه یوازې مصنوعي پښې جوړېږي، بلکې د هغو کسانو درملنه هم کېږي چې د پولیو او نورو ورته ناروغیو له امله له معلولیت سره مخ شوي وي.
هغه زیاته کړه: «موږ تېر کال دلته د ۱۹ زره ۵۱۱ تنو درملنه کړې، هغوی ته مصنوعي پښې جوړې شوې، دغهراز نوره درملنه یې هم شوې لکه، د غاړې کوږوالی، عصبي ناروغي، د بندونو کوږوالی او کلکوالی، د ملا نری رنځ، د ملا د تیر زخم او داسې نورو ناروغیو درملنه یې هم شوې چې دا لړۍ لا هم دوام لري او تر پخوا زموږ مراجعین زیات شوي دي.»
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) تېر کال د لېندۍ په میاشت کې د معلولیتلرونکو وګړو د نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي وو چې د اټکل له مخې، ۱.۵ میلیونه افغانان له «پام وړ» معلولیت سره ژوند کوي او د دغو کسانو ډېر په تېرو لسیزو کې د جګړو له امله معلول شوي دي.
هلمند چې په سوېل کې یو له ډېرو جګړهځپلو ولایتونو دی ځینې سیمې یې دا مهال هم د ماینونو تر ګواښ لاندې دي او خلک غوښتنه کوي چې له ماینونو پاکې شي. د ماینونو ګواښونه د هېواد په ځینو نورو سیمو کې هم شته.