ژبه

ښاروال: د ګـردېز ښاروالۍ عوايد ٣٥ سلنه زيات شوي

ګردېز (پژواک، ٢٥ سلواغه ٩٥): د پکتيا د مرکز ګردېز ښاروال وايي چې د فعاليتونو تر څنګ يې  عوايد هم زيات شوي او سږ کال يې عوايد ٣٥ سلنه لوړ شوي دي.

بلخوا د مرکز ګـردېز ښاريان د ښاروالۍ پر فعاليتونو خوښي ښيي او وايي چې د تېر په پرتله د يادې ادارې خدمات او فعاليتونه پام وړ ښه شوي دي.

دوی وايي چې همدا ډول نورو کلونو ته په کـتو سږ کال ژمی هم د ګـردېز ښاروالۍ فعاليتونه او د ښاري لارو پاکـوالی ښه او چټک ترسره شول.

د ګـردېز ښار يوه اوسېدونکـی عبدالله هميم پژواک خبري اژانس ته وويل چې له څه مودې راهيسې د يادې ادارې چارې ښې او منظمې روانې دي او د ښار هغو سيمو ته هم خدمتونه غځېدلي چې تر دې وړاندې د ښاروالۍ تر پوښښ لاندې نه وې.

هغه وايي: ((موږ اوس فکـر کوو چې د ګـردېز ښاروالۍ په نوم يوه اداره هم لرو، تر دې وړاندې د ښاروالۍ فعاليتونه بېخي نه وو؛ موږ د ښاروالۍ د چارو ښه والي ته خوشاله يو او غوښتنه ترې کوو چې خپل کارونه نور هم ښه کړي.))

د ګردېز ښار يوه دوکاندار روح الله احمدي هم تر اوسه د ښاروالۍ له چارو راضي دی او وايي چې د ښاروالۍ  د تنظیف کارمندان ښاري ويالې، سړکـونه او کـثافات پاکـوي او څارنه زياته شوې ده.

احمدي زياته کـړه: ((په ژمي کې د مخکې په شان لوی مشکل نشته، دا ژمی ډېره واوره وشوه، خو د ښاروالۍ موټرو او مامورينو ښه پاکه کړه او کنګل واوره يې له ښار او سړکونو وباسله. همداسې نور کارونه هم در واخله، يانې له مخکې اوس بېخي ډېر فرق راغلی او کارونه يې د يادولو او ستايلو دي.))

د ګـردېز ښاروال عصمت الله خالد چې څو مياشتې وړاندې يې په ياده دنده پيل کـړی، وايي چې د ژمي په ګـډون په هر موسم کې د ښار د پاکـوالي لپاره پلان لري او تر ډېره بريده يې پلي کـړي دي.

خالد پژواک ته وويل چې څه موده وړاندې يې د خدمتونو د زياتولو او ښه کولو لپاره ښاروالي رياست ته د څلور اعشاريه شپـږ (۴.۶) ميليونه افغانيو په ارزښت څلور عرادې وسايط وپېرل چې اوس د ژمي په موسم کې د ښار په بېلو ساحو کې ترې ښه ګـټه اخيستل کـېږي او د ښار کـثافات په وخت ايستل کـېږي.

دی وايي: ((د ښار پر صفايي سربېره د سرسبزي او ډېر اسانتياوو لپاره پلان لرو، د هوا په ښه کـېدو او د کاري وخت په راتلو به ډېر کارونه او پروژې عملي کـړو؛ مثلاً نوی مېلمستون، پارک، مسلخ، پارکـېنګـونه، ځينې لارې او سوداګـريز ځايونه به جـوړ او فعال کـړو.))

ښاروال همدارنګه وويل چې له دوکانونو، مارکـېټونو او د ښاروالۍ اړوند نورو فعاليتونو له لارې يې سږ کال شاوخوا ٪۳۵ عوايد هم زيات شوي دي.

ده زياته کړه: ((د تېر کال په نسبت سږ کال عوايد ۹ ميليونه او نهه سوه زره افغانۍ زیات شوي او سږ کال زموږ مجموعي عوايد څه کم ۴۰ ميليونه افغانۍ وو.))

login or register a new account.