مزارشريف (پژواک، ٢٧ سلواغه ٩٥): د بلخ ولايت په مرکزي زندان کې د اور لګېدنې مخه نیول شوې ده.
د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ دا منيت امر مل پاسوال عبدالرزاق قادري د سلواغې په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن له غرمې مخکې رامنځته شوه.
هغه زياته کړه چې اورلګېدنه نن د زندان په لومړي بلاک کې رامنځته شوې وه .
د قادري په وينا چې په دې اورلګېدنه کې ځاني زیان نه دی اوښتی خو مالي زيان يې اړولی دی .
د امنيت امر وويل چې د اور لګېدنې د لامل معلومولو په موخه يې پلټنې پيل کړې دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP