کابل (پژواک ٢ کب ٩٥): د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې چارواکي وايي، چې عطامحمد نور د بلخ د والي په توګه ټاکل شوى دى.
د دې ادارې وياندې منيرې يوسفزاده، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د عطامحمد نور د والي کېدو فرمان، نن مازيګر د ولسمشر اشرف غني له خوا لاسليک شوى دى.
نور د ملي يووالي حکومت له پيله تراوسه پورې د دغه ولايت د سرپرست والي په توګه دنده پرمخ وړه، خو تردې وړاندې نوموړى د ډېرو کلونو لپاره د دې ولايت والي پاتې شوى دى.
دى له تېرو اوه مياشتو راهيسې د بلخ پرځاى په کابل کې د جمعيت ګوند د اجرايوي رئيس په توګه ډېر بوخت و.
هغه له بېلابېلو کورنيو او بهرنيو شخصيتونو سره د ناستو ترڅنګ، د جمعيت ګوند په استازيتوب له جمهوري رياست سره د نوي تفاهم په اړه ژورې خبرې پيل کړي، خو پايله يې لا نه ده جوته.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP