ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زابل کې په دويمه ورځ هم د ځايي چارواکو پر ضد لاريون وشو

زابل کې په دويمه ورځ هم د ځايي چارواکو پر ضد لاريون وشو

author avatar
22 Feb 2017 - 16:52
زابل کې په دويمه ورځ هم د ځايي چارواکو پر ضد لاريون وشو
author avatar
22 Feb 2017 - 16:52

کلات (پژواک، ٤ کب ٩٥): په زابل ولايت کې نن په دويمه ورځ هم د والي او کلات د ښاروال کريم الله حکيمي د لرې کولو په تړاو لاريون وشو.

لاريون کوونکي چې نن په دويمه ورځ يې هم د کابل- کندهار لويه لاره تړلې وه، له حکومت څخه وغوښتل چې د زابل والي او ښاروال دې له دندو لرې کړي.

لاریونوالو په خپلو خبرو کې والي او ښاروال په فساد کې ښکېل وبلل او له دولته یې د هغوی د ژر تر ژره ګوښه کولو غوښتنه وکړه.

د لاريون يوه ګډونوال سردارمحمد پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ښاروال کريم الله حکيمي دنده د محکمې له لوري ځنډول شوې ده، خو د والي د غير قانوني کړنو پر بنسټ اوس هم خپله دنده پر مخ وړي.

هغه ادعا کوله چې د کلات ښاروال په فساد کې لاس لري او بايد ژر تر ژره لرې شي.

لاريون کوونکو ګواښ وکړ چې که د زابل ولايتي اداره او مرکزي دولت يې غوښتنو ته پاملرنه ونه کړي نو خپلو لاريونونو ته به دوام ورکړي او د کابل- کندهار لویه لاره او کلات ښار به وتړي.

د لاريون کوونکو په منځ کې د ولایتي شورا ځينو غړو هم شتون درلود.

خو د زابل دولتي چارواکي د لاریون کوونکو ادعاوې بې ځایه بولي او زياتوي چې د فساد پر ضد مبارزې ته یې لومړيتوب ورکړی او هېچا ته اجازه نه ورکوي چې فساد وکړي.

د زابل والي بسم الله افغانمل پژواک اژانس ته وويل چې دا مشخص خلک دي او د شخصي اهدافو په خاطر لاريونونه کوي.

هغه وايي چې تر اوسه پورې لاریون والو پر دوی د لګېدلو تورونو ثبوتونه نه دي وړاندې کړي او لاريون يې په دې خاطر کړی چې په کلات ښار کې د ماسټر پلان د پلي کولو مخنيوی وکړي.

د يادولو ده چې تر دې وړاندې هم څو ځلې په زابل کې د بېلابېلو چارواکو پر ضد لاريونونه شوي دي.

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.