کلات (پژواک، ٩ کب ٩٥: د مشرانو جرګې د شکايتونو د کمېسيون مشر زلمى زابلى له يوې چاودنې روغ ووت.
زابلي د کب په ٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې چاودنه پرې نن سهار په شاوخوا اتو بجو د زابل – کندهار پر لويه لاره د شهر صفا ولسوالۍ په مربوطاتو کې وشوه.
هغه زياته کړه، دى کندهار ته پر لاره و چې د سړک د غاړې ماين پرې وچاودېد، دى ترې روغ وتلى، خو د ساتونکو يو موټر يې زيانمن شوى دى.
د شهر صفا ولسوال ګل محمد پژواک اژانس ته ياده چاودنه تاييد کړه او ويې ويل چې پوليسو په سيمه کې پلټنې پيل کړې دي.
ددې چاودنې مسووليت تر اوسه چا نه دى منلى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن