مزارشريف (پژواک، ۹ کب ۹۵): د دفاع وزارت چارواکي وايي، چې د افغان ځواکونو له لمنې به د فساد او له دندې د ناوړې ګټې اخيستنې داغونه پاکوي.
دغه څرګندونې د شمال زون په ۲۰۹ شاهين قول اردو کې د کب په ۹مه، د افغان سرتېرو په نامه د همدې ورځې په نمانځغونډه کې د دفاع وزارت مرستيال هلال الدين هلال وکړې.
په ياده غونډه کې د شمال زون په کچه دولتي او امنيتي چارواکو، قومي مشرانو او ځوانانو له خپلو سرتېرو سره د ملاتړ په موخه برخه اخيستې وه.
هلال الدين هلال وويل، دښمن بار بار هڅه کړې چې د افغان ځواکونو مورال کمزوری کړي، خو لا نه دي بريالي شوي.
خو نوموړي په امنيتي ارګانونو کې د فساد او له دندې او مقام څخه د ناوړې ګټې اخيستنې شتون جدي ستونزه وبلله.
هغه ټينګار وکړ چې افغان سرتېري بايد د دغو دوو ناوړه کړنو پر وړاندې جدي مبارزه وکړي.
د دفاع وزارت مرستيال هلال وويل، حکومت د امنيتي ارګانونو له لمنې د دغو داغونو د پاکېدو په موخه جدي کار کوي.
بلخوا د ۲۰۹ شاهين قول اردو قوماندان په روان کال کې د دښمن پر وړاندې د شويو چاڼيزو عملياتو يادونه وکړه، چې له امله يې دښمن په خپلو پلانونو کې برياليتوب ته نه دی پرېښودل شوی.
نوموړي زياته کړه، دوی د ټولو افغان امنيتي ارګانونو په ملاتړ او همغږۍ د شمال او شمال ختيځ زونونو په نهو ولايتونو کې په روان کال کې ۷۰ چاڼيز عمليات تر سره کړي، چې سلګونو وسله والو مخالفينو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هغه په وينا، لا هم د دښمن پر وړاندې چاڼيز عمليات روان دي.
د بلخ د ولايتي شورا رييس ډاکټر محمد افضل حديد بيا د افغان سرتېرو په نمانځغونډه کې ټينګار وکړ، چې افغان ځواکونه بايد له قومي مسايلو څخه لرې وساتل شي.
نوموړي زياته کړه، ملي اردو او ملي پوليسو کې بايد داسې کسان په دندو وګومارل شي، چې وطن ته رښتيني وي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP