ګردېز(پژواک،١٦کب٩٥): د پکـتيا سلګـونه اوسېدونکـو د پاکـستان د وروستيو مغرضانه کـړنو او د ننګـرهار او کـونړ پر ځينو سيمو د راکـټي بريدونو پر ضد لاريون وکړ.
پاکستان، وروسته له هغه له تېرو دوو اوونيو راهيسې له افغانستان سره ټولې لارې بندې کړې، چې په دغه هېواد کې ځانمرګي بريدونه او چاودنې وشوې.
دغه ترانزيټي او سوداګريزې لارې له تېرو شاوخوا دوو اوونيو راهيسې بندې دي چې له امله يې پاکستان ته د درملنې او نورو کارونو لپاره په قانوني توګه د وېزې له لارې تلونکي سلګونه افغانان دواړو خواو ته بند پاتې دي.
د پاکستان د يادې کړنې پرضد نن د ( کب١٦مه) د پکتيا ولايت سلګونو اوسېدونکو لاريون وکړ.
لاريون کوونکو د مرګ پر پاکـستان، مرګ د پاکستان پر جاسوسانو، مرګ پر پنجاب او ژوندي دې وي ملي امنيتي ځواکونه شعارونه ورکول.
لاريون کوونکو په پاکـستان کې وروستي خونړي بريدونه هم د ياد هېواد خپله چاره وبلله چې ځان د ترهګرۍ قرباني وښيي، خو په خبره يې چې اوس د سيمې او نړۍ هېوادونه د اسلام اباد په دې ناسم او دوه مخي سياست پوهېدلي دي.
د پکـتیا د قومونو د يووالي ټولنيزې شورا مشر نقيب الله توتاخېل چې دا لاريون يې هم رابللی و، پاکستان بد ګاونډی ياد کړ او ويې ويل چې اسلام اباد د دواړو هېوادونو تر منځ لارې هم د اصولو خلاف بندې کړې دي.
توتاخېل وايي:((پاکستان تل منافقت کړی، وروستی تجاوز يې په کلکه غندو، ټول پکـتياوال، وړ، زوړ او ځوان له خپلې خاورې او هېواد څخه په کلکه دفاع ته ولاړ يو او هر دښمن ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکوو.))
قومي مخور جان محمد جلالي په افغانستان کې د پاکستان لاسوهنې نه توجيه کېدونکې وبللې او ويې ويل چې که پاکـستان خپل توغنديز بريدونه ونه دروي، نو دوی به سرحد ته لاړ شي اوله سرحدي ځواکونو سره به څنګ په څنګ له هېواده دفاع وکړي.
جلالي وويل:((افغانستان زموږ کور دی، پکـتياوالو تل له خپل هېواد څخه دفاع کړې او کوي يې، موږ د هر ولايت لوېشت، لوېشت ساتنې او دفاع ته چمتو يو، زموږ دولت دې کلک عکس العمل وښيي، موږ ور سره يو.))
بل لاريون کوونکي فقيرمحمد وويل چې پاکستان د ټولو اصولو او شته قراردادونو خلاف سرحدي لارې تړلې او دوی غواړي نړۍ ته د دې هېواد ناسمې کړنې او سياست وښيي.
فقيرمحمد زياته کـړه:((که په پاکستان کې سلګـونه پښتانه ووژل شي هېڅ خبره نه وي، خو که يو پنجابی ووژل شي نو بيا دوی هر څه کوي؛ پاکستان ته پښتانه هېڅ ارزښت نه لري، هغوی ته پنجابی هر څه دی. اوس چې لارې تړل شوې، دا هم لويه بې شرمي ده.))
login or register a new account.