Language

په بلخ کې د وسلو يوه زيرمه کشف او ترلاسه شوه

مزارشريف(پژواک،١٦کب٩٥): په شمال زون کې امنيتي چارواکي وايي چې په بلخ ولايت کې د   دولت د وسله والو مخالفينو د وسلو يوه زيرمه يې کشف او ترلاسه کړې چې په تور يې لس تنه هم نيول شوي دي.

په شمال زون کې د ځانګړو ځواکونو وياند احمد جاوېد سليم د کب په١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ځانګړو ځواکونو تېره شپه په چمتال ولسوالۍ کې عمليات کړي دي.

هغه وويل چې په دې عملياتو کې يادو ځواکونو د  افغان دولت د وسله والو مخالفينو د وسلو يوه زېرمه کشف او ترلاسه کړې ده.

هغه وايي چې له دې زېرمې څخه ماينونه، چاودېدونکي توکي، سپکې او درنې وسلې او ځيني نور مهمات ترلاسه شوي دي.

د سليم په وينا، د زېرمې په تړاو لس تنه شکمن کسان هم نيول شوي دي.

خو د بلخ د والي وياند منير فرهاد بيا د يادو عملياتو په اړه بې خبري وښوده.

دغه راز د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند شيرجان دراني پژاوک ته وويل چې د چمتال ولسوالۍ په البرز سيمه کې عمليات شوي دي.

ده هم د نورو جزئياتو په اړه معلومات نه درلودل.

دا په داسې حال کې ده چې د نوي کال لپاره په بلخ ولايت کې ځانګړي امنيتي تدابير نيول شوي دي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.