مزار شريف (پژواک، ٢٣ کب ٩٥): د بلخ والي او د جمعيت ګوند د دارالانشاء رييس عطاء محمد نور وايي چې په تېرو ولسمشريزو ټاکنو کې يې له ډاکټر عبدالله څخه ملاتړ لويه سياسي تېروتنه وه.
نوموړي دغه څرګندونې د کب په ٢٣مه، په مزار شريف کې د ولسمشر د پخواني لومړي مرستيال مارشال قسيم فهيم تلين غونډې ته کړې دي.
هغه زياته کړه : (( د لړم له نېش څخه د نامرد سړي نېش ډېر بد وي، عبدالله جمعيت ګوند او خلکو باندې يې د نامردۍ نېش ووهلو.))
د بلخ والي عطاء محمد نور په تېرو ولسمشريزو ټاکنو کې له ډاکټر عبدالله څخه ملاتړ خپله سياسي تېروتنه وبلله او له دې امله يې له خلکو بښنه وغوښته.
نوموړي ډاکټر عبدالله پر معاملو تورن کړ او ويې ويل چې هغه يواځې د خپلې څوکۍ په غم کې دى او خپله څوکۍ ساتي.
ده ويلي : (( د عبدالله تر ټولو غټ کار معاش اخيستل او د سلاکارانو ټاکل دي.))
نور زياته کړې چې له دې وروسته له ډاکټر عبدالله سره هېڅ ډول معامله نه لري.
دى وايي : (( له عبدالله او اجراييه رياست سره زما خط جدا دى.))
هغه وويل چې له ولسمشرۍ ماڼۍ سره له روانو خبرو اترو خوښ دى، ښه پرمختګونه شوي او د نوي کال په لومړۍ ورځ (نوروز) به يې پايلې اعلان کړي.
عطاء محمد نور اجراييوي رياست پېغور ورکړ چې د اداري اصلاحاتو پر رياست يې شخړه وکړه او له نادر نادري سره يې کلک مخالفت ښودلى و، خو اوس يې د معاملې له مخې په خپله معرفي کړ.
ده زياته کړه : (( عبدالله ويلي و چې د اداري اصلاحاتو رياست د جمعيت دى او هېڅکله به يې بل چاته نه پرېږدي.))
نور وويل چې دوى له نادر نادري سره هېڅ ډول ستونزه نه لري.
login or register a new account.