ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کاپیسا په اله سای کې د نجونو تړلي درې ښوونځي بېرته پرانیستل شول

د کاپیسا په اله سای کې د نجونو تړلي درې ښوونځي بېرته پرانیستل شول

author avatar
26 Mar 2017 - 15:33
د کاپیسا په اله سای کې د نجونو تړلي درې ښوونځي بېرته پرانیستل شول
author avatar
26 Mar 2017 - 15:33

محمودراقي (پژواک، ٦ ورى ٩٦): د کاپيسا ولايت په اله ساى ولسوالۍ کې د نجونو درې ښوونځي چې د وسله والو مخالفينو له لوري تړل شوي وو، بېرته فعال شوي دي.

د اله سای ولسوال غلام نقشبند ساپي د وري په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه ښوونځي تېر کال د وسله والو مخالفينو د ګواښونو له امله تړل شوي وو.

هغه زياته کړه چې دغه ښوونځي د نوي ښوونيز کال له پيلېدو سره سم د سيمې د قومي مشرانو او سپين ږيرو د هلو ځلو په پايله کې بېرته پرانيستل شول.

ولسوال وايي چې په دې ولسوالۍ کې لېسه نشته، همدا درې د نجونو ښوونځي دي خو ځينو کسانو غوښتل چې په دې ولسوالۍ کې هم ښوونځي د تګاب ولسوالۍ په څېر تړلي پاتې شي.

د  اله سای ولسوالۍ  د اسکين سيمې اوسېدونکى ملک جان وايي، ښوونځي پرانيستل شول، خو ودانۍ نه لري.

د هغه په وينا، د دوى د کلي د ښوونځي احاطه تېر کال خلکو په خپل لګښت جوړه کړې وه، خو ودانۍ نه لري.

ملک جان پژواک اژانس ته وويل چې حکومت دې د ښوونځيو د امنيت نيولو تر څنګ د هغو د ودانيو غم هم وخوري.

د کاپيسا د پوهنې رييس محمد نسيم ساپی  وايي  چې په اله سای ولسوالۍ کې  د ولسوالۍ د اوسېدونکو په همکارۍ د نجونو ښوونځي بېرته پرانيستل شوي دي.

هغه زياته کړه چې د نظارت ډله په اله ساى کې له ښوونځيو څارنه کوي.

نوموړي وويل چې هر کال له بوديجې سره سم په يو شمېر سيمو کې ښوونځيو ته ودانۍ جوړوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.