Language

چارواکي : بلخ کې د وسله والو مخالفينو تر ټولو خوندي سيمه نيول شوې

مزارشريف(پژواک،۲۱وری۹۶): د بلخ دولتي چارواکو ادعا کوي چې په دغه ولايت کې يې د افغان دولت د وسله والو مخالفينو تر ټولو خوندي سيمه له هغوى څخه نيولې ده.

د بلخ امنيتي مسوولين واييچې د سيمې په عملياتو کې ۳۶ وسله وال مخالفين او ۹ پاڅونوال وژل شوي دي.

له تېرو درې ورځو راهيسې د بلخ ولايت د چمتال ولسوالۍ په البرز غرو لمنو کې د افغان دولت د وسله والو مخالفينو پر وړاندې د بلخ د والي عطامحمد نور په مشرۍ عمليات پيل شوي وو، چې نن پای ته ورسېدل.

دغه عمليات وروسته له هغه پيل شول چې يوه اوونۍ وړاندې له يادې سيمې سره تړاو لرونکي ۲۰۰ وسله والو مخالفين له سولې پروسې سره يو ځای شول.

د بلخ والي عطامحمد نور د وري په ٢١مه رسنيو ته وويل چې پر يادې سيمې يې له سولې پروسې سره د وسله والو طالبانو له يو ځای کېدو وروسته د عملياتو تصميم نيولى دى.

نوموړي زياته کړه چې په دغو عملياتو کې ډېرې هغه سيمې له وسله والو مخالفينو پاکې شوې، چې له دې وړاندې يې بلخ، سرپل او جوزجان ولايتونو ته امنيتي ګواښونه پيدا کړي وو.

هغه وويل چې په دې عملياتو کې د ځمکني او هوايي ځواکونو ترڅنګ پاڅون کوونکو هم ونډه درلوده.

نوموړي په عملياتو کې تر لاسه شوې پايله ستره لاس ته راوړنه وبلله؛ خو دواړو خواوو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه يې کره خبره ونه کړه.

خو د بلخ د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر مل پاسوال عبدالرزاق قادري پژواک ته وويل چې په يادو عملياتو کې د وسله والو طالبانو لخوا د البرز سيمې لپاره د نومول شوي ولسوال قاري عنايت الله په ګډون ۳۶ وسله وال مخالفين وژل شوي دي.

نوموړي همداراز وويل چې په دې عملياتو کې د دوو قوماندانانو په ګډون نهه پاڅونوال هم وژل شوي .

د بلخ والي وويل چې په نږدې موده کې به د سرپل ولايت له امنيتي چارواکو سره په همغږۍ د دواړو ولايتونو په سرحدي سيمو کې د وسله والو مخالفينو پر وړاندې عمليات پيل کړي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.