ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زورواکو په کاپيسا کې د ښوونکو ښارګوټى قبضه کړى

زورواکو په کاپيسا کې د ښوونکو ښارګوټى قبضه کړى

author avatar
12 Apr 2017 - 13:24
زورواکو په کاپيسا کې د ښوونکو ښارګوټى قبضه کړى
author avatar
12 Apr 2017 - 13:24

محمودراقي (پژواک، ٢٣ ورى ٩٦): د کاپيسا ولايت د پوهنې رياست وايي، يو شمېر زورواکو په اله ساى ولسوالۍ کې د ښوونکو ښارګوټى قبضه کړى دى.

د دغه ولايت د پوهنې رياست د املاکو مدير شمس الدين ساپى  وايي، په اله سای ولسوالۍ کې ۷۲ جريبه ځمکه  د ښوونکو لپاره ځانګړې شوې وه، خو  اوسمهال په ياده سيمه کې د يو شمېر زورواکو له خوا هلته کورونه جوړ شوي دي.

هغه زياته کړه، چې د يادې ولسوالۍ چارواکو د دې ستونزې د هوارولو لپاره او يا هم د کورونو جوړولو د مخنيوي لپاره اقدامات نه دي کړي.

دى وايي چې په دې اړه يې څو څو ځلې د ولسوالۍ له مسوولينو سره اړيکې نيولې دي، مکتوبونو يې استولي چې دغه زورواکان ولايت ته معرفي کړي، خو هغوى په دې برخه کې همکاري نه کوي.

خو نوموړي داهم وويل، په اله ساى ولسوالۍ کې امنيتي ستونزې شته، کېداى شي ځايي چارواکي له همدې امله جرئت نه شي کولى چې د زورواکانو نومونه واخلي.

د اله سای ولسوال غلام نقشبند ساپي هم په ياده ولسوالۍ کې د ښوونکو د ښارګوټي د ځمکې د غصب خبره تاييدوي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، په دې اړه يې له لوړو پوړو دولتي چارواکو سره خبرې کړې او ټول هغه کسان يې معلوم کړي چې د ښوونکو ځمکې يې غصب کړې دي.

ولسوال وايي، زورواکي يې معلوم کړي او ډېر ژر به يې عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړي.

نوموړي زياته کړه، په دې اړه يې له غاصبينو او خلکو سره خبرې روانې کړې دي او په نږدې راتلونکي کې به دا ستونزه هواره شي.

د اله سای د مرکز يو ښوونکى جاوېد وايي، ښوونکي همدې نومرو ته ډېر خوشحاله وو، خو په تېرو لسو کلونو کې دا ستونزه هواره نه شوه.

د يادونې وړ ده، اوسمهال  د کاپيسا د یو شمېر ولسواليو د غرونو په لمنو او  دولتي ځمکو کې  د سيمې د اوسېدونکو له خوا  نوي کورونه او کرنيزې ځمکې جوړ شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.