Language

دفاع وزير :  پر شاهين قول اردو  د بريد غچ به واخلو

مزارشريف (پژواک، ۱۱ غويي ۹۶) : د ملي دفاع وزارت سرپرست وزير او لوی درستيز په خپلو دندو له ګومارنې وروسته په لومړي ځل شاهين قول اردو ته سفر وکړ.

يادو چارواکو د غويي په ۱۱مه، د شاهين قول اردو له مشرتابه سره له کتنې وروسته له سرتېرو سره وکتل او غونډې ته يې ويناوې وکړې.

د غويي په لومړۍ نېټه وسله والو طالبانو پر شاهين قول اردو بريد کې په جومات کې د لمانځه پر مهال لسګونه سرتېرو ته مرګ ژوبله واړوله.

طارق شاه بهرامي چې پر يادې قول اردو له بريد وروسته د دفاع وزارت د سرپرست وزير په توګه دنده پيل کړې، د شاهين قول اردو سرتېرو ته په خبرو کې وويل، له دښمنه به د دوی غچ اخلي.

نوموړي زياته کړه، داسې نظامي پروګرامونه يې چمتو کړی چې له لارې به  يې د شاهين قول اردو د هر افسر، بريدمل او سرتېري غچ له دښمنه په ښه توګه واخلي.

هغه همداراز روان موسم د دښمن لخوا د جګړې موسم په ګوته کړ.

بهرامي وويل، وسله وال مخالفين هڅه کوي چې د هېواد په شمال او ختيځ کې ځينې ولايتونه ناامنه کړي.

خو نوموړي ډاډ وښود چې د دښمن هر ستر او کوچنی پلان به له خاورو سره خاورې کړي.

هغه همداراز په دفاع وزارت کې د فساد پر وړاندې د ټينګې مبارزې يادونه هم وکړه.

د هېواد لوی درستيز شريف يفتلي چې د دندې له پيلېدو يې وروسته لومړی سفر شاهين قول اردو ته کړی ، سرتېرو ته په خبرو کې وويل، دښمن ماتې نه نږدې شوی دی.

نوموړي زياته کړه، له دې وروسته دښمن د اسلام په نامه د جګړې کولو لپاره هېڅ دليل نه لري.

د هغه په وينا، ټول هغه ترهګر چې د وسله والو طالبانو تر چتر لاندې سره يوځای شوي، د اسلام له دايرې وتلي دي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.