Language

“ډيرى پروژې د زورواکو، وکيلانو او  وزيرانو خپلوانو ته ورکول کېږي”

مزارشريف (پژواک، ۲۱غويى ۹۶): د بلخ ولايت د ولايتي شورا رييس وايي، د ملي بوديجي له لوري ډېری عملي کېدونکې پروژې زورواکو، وکيلانو او د وزيرانو خپلوانو ته ورکول کېږي.

نوموړي دغه څرګندونې د غويي په ۲۱مه، په مزارشريف ښار کې د بلخ د اقتصاد رياست له خوا د ۱۳۹۶ لمريز کال د بوديجې د ټاکلو په تړاو جوړې شوې غونډې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وکړې.

په ياده غونډه کې د بلخ د اقتصاد رييس جنت ګل شرافت وويل، د ملي بوديجې په سند کې د بلخ لپاره د ۱۳۹۶ لمريز کال بوديجه ۶۱ ميليونه امريکايي ډالره ځانګړې شوې ده.

نوموړی زياته کړه، دغه بوديجه به د ياد ولايت په ټولو سکتورونو کې تر خپلې کچې د بېلا بېلو پروژو په عملي کېدو ولګول شي.

هغه د کرنې، کليو او پراختيا، معارف، امنيت، روغتيا او د خصوصي سکتور  وده ياده کړه، چې د يادو پروژو ډېره برخه جوړوي.

همداراز د بلخ ولايت مقام سکتوري او تخنيکي رييس ذبيح الله اختري پژواک ته وويل، که چېرې ياده بوديجه سل په سلو کې په سمه توګه عملي شي، نو د بلخ ولايت ډېري ټولنيزې اړتياوې به ورسره پوره شي.

خو د بلخ ولايت د ولايتي شورا رييس ډاکټر محمد افضل حديد وويل، د ملي بوديجې له اړخه عملي کېدونکې ډېری پروژې د هېواد په کچه د فساد ښکار کېږي.

نوموړي زياته کړه، ډېری دغه پروژې د زورواکو، د پارلمان د وکيلانو او د وزيرانو د خپلوانو په ولکه کې وي.

خو حديد د کوم ځانګړي شخص نوم په ډاګه نه کړ.

د هغه په وينا، که څه هم ولسمشر د پروژو په عملي کېدو د روڼتيا راوستو په برخه کې ډېرې هڅې کوي؛ خو لا هم داسې زمينه نه ده برابره شوې، چې دغه هڅې دې سم رنګ راوړي.

login or register a new account.

Related Topics