Language

د بلخ کلدار ولسوالۍ کې ٩ وسله وال وژل شوي

مزارشريف (پژواک، ٢٣ غويى ٩٦): د بلخ امنيه قوماندان وايي چې په کلدار ولسوالۍ کې يې د يو لړ عملياتو په ترڅ کې ٩ وسله وال مخالفين وژلي دي.

امنيه قوماندان پاسوال سيد کمال سادات د غويي په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو مخالفينو د يادې ولسوالۍ د کهنه کلدار له سيمې يو سپين ږيرى تښتولى او بيا وژلى و.

دغه راز هغه زياته کړه چې د سيمې خلکو د وسله والو طالبانو له خوا د عُشر او زکات ټولولو په اړه هم شکايتونه کړي وو.

د سادات په وينا، د خلکو د دغو شکايتونو پر اساس دوى وړمه شپه هلته عمليات  ترسره کړل چې د غفورچه په نوم د يوه قوماندان په ګډون ٩ وسله وال وژل شوي او د هغوى زيات شمېر وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.

ده وويل چې په دغو عملياتو کې ورسره د حيرتان بندر پوليسو او د خيزش مردمي وسله والو هم مرسته کړې وه.

هغه وايي چې په عملياتو کې دوى ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. 

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.