Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په کلات کې له  ١٢ کلونو وروسته دوه تړل شوي ښوونځي پرانيستل شول

کلات(پژواک،٢٦غويى٩٦): د زابل د پوهنې ریاست چارواکي وايي چې د کلات ښار په څنډو کې هغه دوه ښوونځي چې له تېرو ١٢ کلونو راهیسې تړل شوي، بېرته  زده کوونکو پرمخ پرانيستل شول.

د دې ولایت د پوهنې ریاست ښاري مدیر حاجي عبدالرزاق د غويي په ٢٦ مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه ښوونځي د کلات ښار جنوب ختیځ ته خالا او سیدجان په کلیو کې موقعیت لري چې مخکې د امنیتي ګواښونو له امله تړل شوي وو.

نوموړي وویل چې د سیمه ییزو اوسېدونکو په همکاري وتوانیدل چې دغه ښوونځي بېرته پرانیزي چې په لومړۍ ورځ ورته شاوخوا څلور سوه نجونو او هلکانو نوم ليکنه وکړه.

د ده په خبره، تر دې وړاندې په دې سيمو کې نړيوال ګډون پروګرام (GPE) له لارې زده کوونکو ته زده کړې ورکول کېدې.

په زابل کې د همدې پروګرام مسوول عبدالناصر جمال وايي چې له تېرو دوه کلونو راهيسې دوى د يادو ښوونځيو د خلاصولو هڅې کولې چې بالاخره دې موخې ته ورسېدل.

نوموړي وویل، د دوى اداره به د لوجستیکي تر څنګ له دغه هر پرانیستي ښوونځي سره د څه پاسه درې سوه زره افغانیو نغدي مرسته هم وکړي تر څو هغوى ورباندې خپلې لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي.

د جمال په وینا، د زابل په نورو سیمو کې هم د دوى هڅې روانې دي تر څو ټول تړل شوي ښوونځي بېرته پرانيزي.

د سیدجان د کلي اوسیدونکي عبدالقادر پژواک ته وویل چې د سيمې خلکو د افغان دولت وسله والو مخالفينو ته قناعت ورکړ، ترڅو د ښوونځيو بيرته پرانېستلو ته يې اجازه ورکړي.

هغه زياته کړه: (( که هرڅوک بيا د ښوونځيو پر وړاندې ستونزې جوړې کړي نو موږ به يې مخه ونيسو.))

هغه د يادو ښوونځيو پر بېرته خلاصېدو خوښي وښوده او ويې ويل چې تر دې وړاندې د دې سيمې ډير اوسېدونکي له زده کړو بې برخې وو.

د زابل د پوهنې رياست د معلوماتو له مخې، په دې ولايت کې له ٢٥٠ ښوونځيو څخه نيمايي د نا امنو له امله د زده کوونکو پرمخ تړل شوي دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.