Language

“افغانستان کې روانې ستونزې يوازې د خپلمنځي خبرو له لارې حل کېداى شي”

مزارشريف(پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه۹۶): د بلخ ولايت ګڼ شمېر اوسېدونکي وايي چې په افغانستان کې روانې ستونزې يوازې د خپلمنځي خبرو له لارې حل کېداى شي.

د سولې او افغانستان ژغورنې شورا لخوا د غبرګولي په لومړۍ نېټه، د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د سلګونو کسانو په ګډون د روضې په جامع جومات کې غونډه جوړه شوې وه.

دغې غونډه ته د دولتي او امنيتي چارواکو تر څنګ، د ولايتي شورا غړي، قومي مشران، مدني فعالان ، ځوانان او  د معارف زده کوونکي هم وربلل شوي وو.

د سولې او افغانستان ژغورنې شورا مشر ګل الرحمان قاضي پژواک خبري اژانس ته وويل، د هېواد د روانې ستونزې حل يوازې په خبرو کې دی.

نوموړي ټينګار وکړ چې په جنګ او زور زياتي کې د هېڅ مسلې حل نشته؛ تر کومې چې افغانان په خپل منځ کې د ټولو ستونزو د حل په موخه سره خبره ونه کړي؛ نو دغه ستونزې به روانې وي.

د هغه په وينا، دوی د سولې پلويان دي او په هره بيه د خپل هېواد لپاره د سولې راوستو پر لاره نه ستړي کېږي.

دغه راز د بلخ د ولايتي شورا رييس ډاکټر محمد افضل حديد بيا له سوېل څخه شمال ته جګړې لېږد خطرناکه مسله وګڼله.

نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کې اشاره وکړه، چې ممکن د نظام او حکومت دننه داسې اشخاص وي چې د حکومت د کمزوري کېدو لپاره هڅې کوي.

د هغه په وينا، سوله په هر حالت کې د افغانستان اړتيا ده  او بايد تر لاسه کړای شي.

د بلخ مرستيال والي بشير توحيدي د خپلو خبرو په ترڅ کې د غونډې ګډنوال ملي يووالي ته راوبلل.

نوموړي ټينګار وکړ چې د سولې لپاره لومړی شرط د يو بل منل دي، چې بايد افغانان د يو ملت په توګه يو بل ته نږدې ووسي.

د هغه په وينا، افغانان تل سولې ته ژمن پاتې شوي دي؛ اوس به دولت خپل امتحان ورکوي او بايد د سولې په روانو مسايلو کې بريالي شي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.