مزارشريف (پژواک، ۲ غبرګولی ۹۶) :په بلخ کې د سياسي او غير سياسي غونډو د رنګينې کولو لپاره له زده کوونکو ګټه اخیستل کېږي.
تېره ورځ د مزارشريف ښار د روضې په جومات کې د سولې په تړاو غونډه وه چې سلګونو کسانو په کې ونډه اخيستې وه.
يادې غونډې ته د معارف رياست له خوا د ښار د ډېری ښوونځيو زده کوونکي هلکان او نجونې راوستل شوي وو، چې د غونډې ډېری ګډنوال همدوی وو.
د سلطان رضيه لېسې د دوولسم ټولګي زده کوونکې ماجبين پژواک خبري اژانس ته وويل چې د خپل ښوونځي د مديرې له خوا ورته دغې غونډې ته د ورتګ سپارښتنه شوې وه.
نوموړې زياته کړه: ((موږ ته يې وويل چې د والي د استعفى په اړه غونډه ده.))
ماجبين تر ډېره له دې نه وه خبره چې د روضې په جومات کې خلک د څه شي لپاره غونډ شوي دي.
همداراز د مزارشريف ښار د يوې لېسې زده کوونکي چې له نوم اخيستو يې ډډه کوله، پژواک ته وويل، چې له سره په دې نه ده خبره چې دغه غونډه د څه شي په تړاو جوړه شوې او دوی په کې ولې بايد برخه واخلي.
د مزارشريف ښار د غازي امان الله خان لېسې ښوونکي محمد صابر رضايي، چې د خپل ښوونځي له زده کوونکو سره يادې غونډې ته رابلل شوي وو، پژواک ته وويل چې ورته غونډې د زده کوونکو لپاره نه دي.
نوموړي زياته کړه چې د ډېری زده کوونکو کورنۍ هېڅ خبرې نه دي چې بچيان يې د درس پر ځای په روضه کې غونډې ته ورغلي دي.
د هغه په وينا، په ټولګي کې د زده کوونکو درس ويل، په خپله د سولې پيغام لېږدولو معنا ورکوي.
خو د پوهنې رياست سرپرست صبغت الله مستقيم وايي، چې دغه غونډه سياسي نه بلکې د سولې په تړاو جوړه شوې وه.
نوموړي زياته کړه، چې د سولې په تړاو هر څوک د غږ پورته کولو حق لري، که هغه په معارف کې وي او که په نورو نهادونو کې.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP