مزارشريف (پژواک، ۱۵ غبرګولی ۹۶): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د کابل د لاريون په ننګه لاريون وشو، خو د ګډنوالو شمېر تر دېرشو کم وو.
د غبرګولي په ۱۵مه، د مزارشريف ښار په تاشقرغان بندر کې يو شمېر ځوانان د کابل د موټر بم پېښې په تړاو په کابل کې د شوي لاريون په ننګه د ملي وحدت حکومت پر وړاندې لاريون وکړ.
په لاريون کې له حکومت څخه د امنيتي ارګانونو په برخه کې د جدي سمونې غوښتنې وشوې.
د لاريون يوه تنظيموونکي پژواک خبري اژانس ته وويل، حکومت بايد د خلکو حق غوښتنې ومني.
نوموړي زياته کړه: ((که حکومت مو غوښتنې نه اوري، نو د بړستنې لاندې مرګ څخه خو سړکونو ته راوتل ښه دي.))
د هغه په وينا، که چېرې حکومت يې غږ وانه وري، نو د کابل لاريون لړۍ به ټولو ولايتونو ته وغځول شي او ټول خلک به د حکومت پر وړاندې پورته شي.
خو مدني فعال احمد جاوېد پژواک ته وويل، چې په ننني لاريون کې د کمو خلکو ګډون په دې معنا دی، چې افغانان نور د سياسيونو په ولکه کې نه دي.
ده زياته کړه: ((اوس افغانان ويښ شوي او په سياسي کچه د ښو او بدو توپير کولی شي.))
نوموړي، چې لاريون يې له نږدې څارلی و، وويل چې د راټولو شويو ځوانانو شمېر له پنځه ويشت تنو نه ډېرېده.
بلخوا د لاريون يوه ګډونوال علي اکبر پژواک ته وويل، د مدني حقوقو ترلاسه کېدو لپاره لاريون کول د ملت حق دی.
خو نوموړي په دې هم ټينګار وکړ، چې له لاريونونو څخه بايد سياسي خلک د کابل د لاريون په څېر ناوړه ګټه پورته نه کړي.
د هغه په خبره، د کابل لاريون د شخصي ګټو په موخه په تاوتريخوالي بدل کړای شو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن