ګردېز (پژواک، ١٥ غبرګولى ٩٦): د پکـتيا اوسېدونکي غوښتنه کـوي چې په کارپوه او مجرب شخص دې د نوي والي په توګه ورته وټاکل شي.
دوی وایي، د ولسمشر غني د واک په تېره څه باندې درې کلنه موده کې پکـتيا ته څو کـسان د واليانو په توګه رالېږل شوي او د دې ادلون، بدلون او نابلدتيا له امله تر اوسه په پکـتيا کې هېڅ کومه لويه پروژه او کار نه دی شوی.
د پکـتيا د ولايتي شورا غـړی ممتاز کـرخېل د والي مسلکيتوب مهم بولي او ټينګار کـوي چې خلک بايد په خپلو کې د قوي اتحاد له لارې خپل لومړيتوبونه په ګوته او له مسوولينو څخه يې د تر سره کـولو کلکه غوښتنه وکړي.
کـرخېل په پکـتيا کې روان حالت ته اندېښمن دی او وايي، ځينې ادارې ميراثي شوي او مسوولين يې له تېرو شاوخوا پنځلسو کلونو راهيسې په يوه دنده او رياست پاتې شوي، په داسې حال کې چې تر اوسه يې کوم خاص او محسوس کار هم نه دی تر سره کـړی.
دی د قومونو تر منځ انډول، پراختيايي او پرمختيايي کارونه، بې روزګاري او امنيت ته پاملرنه اساسي چارې يادوي او ټينګار کـوي چې د پکتيا راتلونکی والي بايد د يادو برخو د مديريت پوره وړتيا ولري.
ده وويل: ((د پکـتيا حالت خراب دی، هېڅ توجه نه کيږي؛ زه له هر څه مهمه دا بولم چې ولسونه، مدني ټولنې، مشران او ځوانان مو سره يو شي او کومو برخو کې چې کار ته اړتيا وي، هغه دې په نښه کړي او والي او مسوول که هر څوک وي، فشار دې پرې راوړي، د هغو د تر سره کولو غوښتنه دې ترې وکړي او تعقيب دې يې کـړي.))
فعال ځوان عبدالله افغان د مرکزي دولت او ارګ له خوا پکـتيا ته په سم او لازم پام نه کـولو کلکه نيوکه کـوي او وايي چې په تېرو څو کلونو کې له اړتيا سربېره د دې ولايت په مرکز او ولسواليو کې د يادونې وړ کوم لوی کار او پروژه نه ده تر سره شوې.
افغان د پکـتيا روان او بې سرپرسته حالت د اندښېنې وړ بولي او وايي چې په ادارو کې خپلسري اوج ته رسېدلې او خلک له ګـڼو ستونزو سره مخ دي.
ده وويل: ((د پکـتيا ټول وخت په بدلولو، رابدلولو کې تېر شو؛ تر اوسه يې داسې څوک راونه لېږه چې کار وکړی شي، واړه او بې تجربې کسان رالېږي؛ موږ له ولسمشر نه جدي غوښتنه کوو چې په کار پوه او تجربه کار سړی دې راولېږي، چې يو څه وکړي؛ زموږ روغتيا، پوهنه، بيارغونه، امنيت او بله هر برخه له صفر سره ضرب او په هېڅ حساب ده.))
د پکـتيا پرېس کلب مشر حقمل مسعـودزی هم د پکـتيا د مرکـز او ولسواليو حالت ناسم يادوي او وايي چې د والي د نشتوالي له امله د ډېری ادارو او ولسواليو مسوولين خپلو دندو ته نه حاضريږي او له امله د خلکـو کارونه له خنډ او ځنډ سره مخ دي.
د ده په وينا، خلک په بېلابېلو برخو کې د ستونزو او فساد له امله دوی ته هم د شکايت په موخه ورځي، خو په خبره يې چې په ولايت کې څوک مسوول او مشر نشته چې ستونزو ته په وخت رسدګي وکړي.
ده وويل: ((په پکتيا کې سړه هوا او ژمی اوږد وي، همدا د کار وخت دی، خو په ټوله پکتيا کې د بيارغونې هېڅ کارونه نشته او همداسې هره برخه بېخي پيکه او بې خونده ده؛ امنيت تر ټولو لوی مشکل دی او چې د ولايت د سر مسوول نه وي، نو طبعا په دې برخه کې هم ستونزې رامنځته کېږي او شته؛ دا له دې کبله هم د اندېښنې خبره ده چې که په ادارو کې مشکلات زيات وي او د خلکو کارونه خلاص نه شي، نو د ولس او دولت تر منځ به واټن رامنځته او زيات شي.))
login or register a new account.