ژبه

چارواکي : وسله وال طالبان اسلاميت، انسانيت او افغانيت ته هېڅ درناوى نه لري

ګردېز(پژواک،١٧غبرګولى٩٦):د پکتيا امنيتي چارواکي وايي چې د روژې په مبارکه مياشت کې د وسله والو طالبانو بريدونه د دې ښکارندوي کوي چې دغه ډله اسلاميت، انسانيت او افغانيت ته هېڅ ډول درناوى نه لري.

دغه څرګندونې د غبرګولي په ١٧مه د سوېل ختيځ ۳۰۳ سپين غر زون قوماندان پاسوال اسدالله شېرزاد د لسګونو ساتنمنانو د فراغت په غونډه کې وکړې.

هغه د پوليسو د شمېر په زياتېدو او مسلکي کېدو خوښي وښوده او ويې ويل چې ياده چاره په ډاډمن امنيت او له ګواښونو سره په مسلکي او ښه چلند کې مرسته کـوي.

شېرزاد د دې زون په ډېری ولايتونو او سيمو کې امنيتي حالت ښه ياد کـړ او زياته يې کړه چې د خلکو د ساتنې او امنيتي حالت ښه والي لپاره دوامداره هڅې روانې دي.

دی وايي:((وسله والو طالبانو، چې د خپلو بادارانو په فرمايش يو ځل بيا خپله جګړه پيل کړې او د روژې په مبارکه مياشت کې هم زموږ په مسلمانو او بې ګناه هېوادوالو رحم نه کوي، وښوده چې اسلاميت، انسانيت او افغانيت ته هېڅ درناوی نه لري.))

په دې غونډه کې د کـورنيو چارو وزارت د ښوونې او روزنې عمومي مشر پاسوال الهام الدين وردګ له خلکو سره د پوليسو په ښه چلند او په لازم ډول د پوليسو د دندې پر تر سره کـولو ټينګار وکـړ.

وردګ وويل:((دا هېواد ستاسو په شان زړورو او زړه سواندو افسرانو ته اړتيا لري، هېواد او خلک مو ډېر کړېدلي، په اخلاص او مينه مو وظيفه تر سره کړئ او خپل ملي او تاريخي رسالت مو ادا کـړئ.))

د ياد مرکـز د پوليسو د ښوونې او روزنې مسوول سمونوال جنت مير ځاځي وويل چې ياد ٧٧ کسان د دې روزنيز مرکـز ۱۹ دوره فارغان دي، چې په مسلکي ډول عملي او نظري روزنه ورکـړل شوې ده.

ځاځي وويل:((دا ساتنمنان په ښه او مسلکي ډول تربيه شوي او اماده دي چې د هېواد په هره برخه کې خپلې خاورې او خلکـو ته خدمت وکـړي.))

د پکـتيا د پوليسو روزنيز مرکـز شاوخوا دوولس کاله وړاندې جوړ او فعاليت يې پيل کـړی او تر دې دمه يې په نولس بېلابېلو دورو کې کابو ۵۰۰۰ ملي او سيمه ييز پوليس روزلي او فارغ کـړي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع