ښرنه(پژواک،٢٩غبرګولى٩٦): د پکتیکا والي وایي چې په تېر یو کال کې د دې ولايت په مرکز او ولسوالیو کې شاوخوا دوه زره ځوانانو ته کاري زمينه برابره شوې او په دندو ګومارل شوي دي.
د پکتيکا والي الياس وحدت دغه څرګندونې د دوشنبې په ورځ په دې ولايت کې له ۲۷۹ تنو ښوونکو څخه د ازموینې اخیستو پرمهال وکړې.
وحدت وويل چې د خپل ماموريت له پيله يې ډېره هڅه کړې ترڅو د دې ولايت ځوانانو ته د کار زمينه برابره کړي.
ده وويل: (( زما او د نورو همکارانو د هلو ځلو په ترڅ کې په تېر يو کال کې مو نږدې دوه زره ځوانانو ته د کار زمينه برابره کړې چې اوس يې کورنۍ ډيرې اقتصادي ستونزې نه لري.))
دغه راز په دې غونډه کې د پکتیکا د پوهنې رئیس محمد نسیم واجد وويل چې ۳۱۵ تنو نوم لیکنه کړې وه ، خو يواځې ۲۷۹ تنو په ازموینه کې ګډون وکړ.
واجد وایي، په یاده ازموینه کې ۱۸۵ تنه دوولسم پاس، ۷۲ لېسانس او ۲۲ تنه یې له څوارلسم ټولګي فارغ دي چې تر ازموینې وروسته به په خپلو برخو کې د ښوونکو په توګه وګومارل شي.
دغه راز د ازموينې يو تن ګډونوال موسى پژواک ته وويل ، که وکولاى شي په ازموينه کې بريالي شي او د ښوونکي په توګه وګومارل شي نو ورته د خوښۍ ځاى دى.
هغه وايي: (( استادي مقدسه وظيفه ده او زه هم غواړم چې استاد شم.))
تر دې وړاندې هم په پکتيکا کې له يو شمېر کسانو څخه د ښوونکي کېدو ازموينه اخيستل شوې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن