ژبه

عبدالله کندهاري د يکشنبې ورځ د کوچني اختر وړاندوينه وکړه

کابل (پژواک، ٣٠ غبرګولى ٩٦) : د هېواد وتلي ستور پېژندونکي عبدالله کندهار وړاندوينه کړې ده چې کوچنى اختر  به د راتلونکې يکشنبې په ورځ وي.

هغه د غبرګولي په ٣٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د رمضان مياشت به ٢٩ ورځې وي او کوچنى اختر  به د راتلونکې يکشنبې په ورځ ( د چنګاښ په څلورمه) وي.

خو عبدالله کندهاري وويل، وروستۍ پرېکړه به د افغانستان ستره محکمه اعلانوي.

نوموړي وويل، د شنبې په ورځ ( د چنګاښ په ٣مه) به د اختر مياشت لومړى د بدخشان ولايت په فيض اباد ښار کې له لمر  پرېوتلو وروسته وليدل شي.

کندهاري زياته کړه چې بيا له هرې سيمې څخه د تېرېدو پر مهال به د شوال يا کوچني اختر مياشت په هره سيمه کې د اوو اتو دقيقو لپاره د ليدلو وړ وي.

د نوموړي په وينا، په ټوليزه توګه به د شوال مياشت په افغانستان کې تر ٤٠ دقيقو پورې ليدل کېداى شي.

د يادونې ده چې د سعودي او ځينو نورو عربي هېوادونو ستور پېژندونکو هم د يکشنبې په ورځ د کوچني اختر وړاندوينې کړې دي.

د افغانستان ستره محکمه د سعودي عربستان د سترې محکمې د پرېکړې سره سم خپله پرېکړه اعلانوي. 

login or register a new account.