ژبه

ملګرو ملتونو کې د هند استازی: پاکستان د ملکي وګړو په اړه نړۍوالې ژمنې له پامه غورځولې دي

کابل (پژواک، ۳۱ غویی ۱۴۰۵): په ملګرو ملتونو کې د هند دایمي استازي د امنیت شورا غونډه کې ویلي چې د روان میلادي کال په لومړیو درېیو میاشتو کې پاکستاني ځواکونو په افغانستان کې سلګونو ملکي وګړو ته تلفات اړولي او دغه‌راز یې د ملګرو ملتونو د سرمنشي غوښتنه چې د ملکي وګړو خوندیتوب ته دې پام وشي، هم له پامه غورځولې ده.

د راپورونو له مخې، په تېرو نږدې درېیو میاشتو کې د افغانستان پر بېلابېلو ولایتونو د پاکستان پوځي رژیم له خوا په راکټي او هوايي بریدونو کې شاوخوا ۷۷۰ ملکي وګړي شهیدان او نږدې ۷۲۰ نور ټپیان شوي دي.

تر ټولو مرګونی برید د کب میاشتې په ۲۵مه شپه د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې مربوطاتو کې د روږدو درملنې پر یوه مرکز ترسره شو چې په پایله کې یې له ۴۰۰ ډېر کسان شهیدان او ۲۵۰ نور ټپیان شول.

په ملګرو ملتونو کې د هند دایمي استازي هریش پوروَتانني «وسله‌والو شخړو کې د ملکي وګړو خوندیتوب» په اړه د امنیت شورا کلنۍ غونډه کې ویلي چې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) د راپور له مخې، د ۲۰۲۶ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې په افغانستان کې د پولې هاخوا تاوتریخوالي او د پاکستاني ځواکونو د بریدونو له امله شاوخوا ۷۵۰ ملکي وګړي وژل شوي دي.

هغه زیاته کړې چې د دغو تلفاتو ډېره برخه د پاکستان هوايي بریدونو له امله رامنځته شوې او یوناما د ۹۵ پېښو له ډلې ۹۴ پېښې د پاکستاني امنیتي ځواکونو پورې تړلې بللې دي.

د هند استازي همدارنګه ویلي چې پاکستان د روان کال د روژې په میاشت کې په کابل کې د «امید» په نوم د روږدو درملنې روغتون هم د هوايي برید هدف وګرځاوه چې په پایله کې یې ۲۶۹ ملکي وګړي شهیدان او ۱۲۲ نور ټپیان شوي دي.

پوروَتانني ویلي: «دغه برید د تراویح له لمانځه وروسته ترسره شوی، کله چې ډېر ناروغان له جوماته راوتل او دا ډول ځای په هيڅ ډول نظامي هدف نه شي ګڼل کېدای.»

هغه د ملګرو ملتونو په غونډه کې زیاته کړې چې پاکستان د ملګرو ملتونو د سرمنشي هغه غوښتنه هم له پامه غورځولې چې د نړیوالو ژمنو پر پلي کولو، په ځانګړي ډول د افغان کډوالو د جبري نه راستنولو په اړه ده.