په ملګرو ملتونو کې د هند دایمي استازي د امنیت شورا غونډه کې ویلي چې د روان میلادي کال په لومړیو درېیو میاشتو کې پاکستاني ځواکونو په افغانستان کې سلګونو ملکي وګړو ته تلفات اړولي او دغهراز یې د ملګرو ملتونو د سرمنشي غوښتنه چې د ملکي وګړو خوندیتوب ته دې پام وشي، هم له پامه غورځولې ده.