ښرنه (پژواک،١١چنګاښ٩٦): په پکتيکا کې د لومړي ځل لپاره د يونسکو له لوري د دوه زرو ماشومانو لپاره سيمه ييز ټولګي جوړيږي.
د پکتيکا د پوهنې رياست سرپرست محمد نسيم واجد د چنګاښ په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې يونسکو موسسې د لومړي ځل لپاره په دې ولايت کې خپل فعاليتونه پيل کړل.
هغه زياته کړه، يونسکو د لومړي ځل لپاره په پکتيکا کې ۵۰ سيمه ييز ټولګي جوړوي چې دوه زره هلکانو او نجونو ته به په کې د ښځينه ښوونکو له خوا په خپلو سيمو کې زده کړې ورکول کېږي.
د ده په وينا، دې زده کوونکو ته کتابونه، قرطاسيه او ټول اړوند درسي توکي رسېدلي دي او په راتلونکو څو ورځو کې به يې درسونه پيل شي.
دى وايي: ((دغه صنفونه موږ په هغو سيمو کې جوړوو چې هلته مکتبونه نه وي او خلک په دې برخه کې له مشکل سره مخامخ دي.))
د ځوانانو په پارلمان کې د پکتيکا استازي عبدالحق فقيرزاده په دې اړه وويل، د دې ولايت په ډېرو سيمو کې ماشومان او په ځانګړي ډول نجونې ښوونځيو ته لاسرسى نه لري، خو د دې پروګرام په پيلېدو سره به دغه ستونزه حل شي.
يونسکو د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې په تاريخي، فرهنګي او علمي برخو کې کار کوي.
پکتيکا د افغانستان له لرو پرتو او وروسته پاتې ولايتونو څخه دى، چې دا مهال د نورو ستونزو ترڅنګ د نجونو لپاره لېسه هم نه لري.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP