ژبه

پکـتيا کې د معترضينو  تحصن درېيمې ورځې ته وغځېد

ګردېز (پژواک، ١٢ چنګاښ ٩٦) : د پکـتيا د ولايتي شورا، قومي مخورو او مدني ټولنو ګـډ اعتراضي حرکت او د تحصن خېمې درېيمې ورځې ته وغځېدې ، دوى وايي تر هغه به له احتجاج څخه لاس وانخلي، څو يې د غوښتنو د تر سره کـېدو پوره ډاډ نه وي تر لاسه کړی.

معترضينو په داسې حال کې اعتراض ته دوام ورکړ چې نن پکـتيا ته نوی والي هم معرفي او رسما په دنده پيل وکړ.

يادو اعتراض کوونکو د شاوخوا څلور ساعتونو لپاره د ګـردېز ــ کابل لويه لار هم د شاوخوا څلورو ساعتونو لپاره تړلې وه او دواړو خواوو ته سلګونه موټر بند پاتې و، چې بيا د والي په منځګـړيتوب خلاصه شوه.

د ياد اعتراض يو تنظيموونکي او د ولايتي شورا پخواني رييس ښايسته جان احدي وويل تر هغه چې ولسمشر غني ورته د ليدنې مشخص وخت او د ژمنو عملي کېدو کلکه ژمنه نه وي ورکـړې، خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکـړي او ښايي په کانتيرونو د ګـردېز ــ کابل لويه لارې د تړلو په ګـډون په ځينو نورو اعتراضيه حرکتونو لاس پورې کـړي.

دی وايي:((په هېڅ صورت له خپلو اعتراضونو لاس نه اخلو، بلکې لا يې غځوو او پراخوو، حقه حقوق مو غواړو، چې له هرې لارې وي.))

مدني فعال سيدجمال اصف خېل وايي چې د ولايتونو تر منځ ناانډولي او نامتوازن پرمختګ ورته د منلو نه دی او نور يې د صبر کاسه ډکه شوې ده.  

په پکـتيا کې د ولسمشر غني د ټاکـنيز کمپاين مرستيال او قومي مشر جنت خان منګل هم په ولسمشر کلکه نيوکه وکړه، چې له ژمنو سره يې پکـتيا هېره کـړې او خلک مجبور شوي، چې ورته اعتراضي حرکتونه پيل کـړي.

منګل وويل چې ياد حرکت به تر هغه دوام کوي، څو چې د خپلو غوښتنو له تر سره کېدو ډاډه شوي نه وي.

ده وويل:((ټولو پکـتياوالو په يوه خوله او پوره اتفاق ولسمشر غني ته رايې ورکړې، خو زموږ ځينې ولسوالۍ تر اوسه يوه لوېشت پوخ سړک نه لري، ځوانان او کادرونه مو په دندو نه ګومارل کيږي، مکتبونه مو سرپنا نلري، همداسې روغتيا او هره برخه مو بيخي له صفر سره ضرب ده او هېڅ پام نه کيږي؛ دا حالت د زغملو او منلو نه دی.))

د پکـتيا نوي والي شميم کـټوازي اعتراض کوونکو ته ډاډ ورکړ چې ولسمشر غني ته په جدي ډول د دوی د غوښتنو په رسولو او تعقيبولو کې به يې پوره هڅه او کار وکـړي You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.