ښرنه (پژواک، ١٨ چنګاښ ٩٦) : دپکتيکا ولايت چارواکي او مدني فعالان وايي، دنشه يي توکو په قاچاق، پېر او پلور کې يو شمير امنيتي کسان لاس لري چې له امله يې په دې ولايت کې د نارينو په ګډون مېرمنې هم روږدې شوې دي.
د پکتيکا ولایت د مېلمه مدني بنسټ مشر يعقوب خان نن په دې اړه يوې غونډې ته وويل، په داسې حال کې په نشه يي توکو روږدي کسان ډېر شوي چې په دې ولايت کې هېڅ نشه يي توکي نه کرل کيږي.
هغه وايې، دنشه يي توکو په پېر، پلور او قاچاق کې يو شمېر دولتي کسان لاس لري او يو شمېر نور پوليس هم په دې وژونکې پديده روږدي دي چې په دغه ولايت کې د نشه يي توکو د مخنيوي هيله هم نه شي ترې کېدلی.
نوموړي له دولت څخه غوښتنه وکړه چې د پوليسو له ليکو دې هغه پوليس او مسوولين وباسي چې په نشه يي توکو روږدي وي او یا هم د نشه يي توکو په قاچاق کې لاس لري.
د پکتيکا د ولايتي شورا مرستيال عزيزعزيز هم وايي چې په دغه ولايت کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر مخ په زياتېدو دی، خو د مخنيوي لپاره يې هېڅ نه دي شوي.
د هغه په وينا، په ټوله پکتيکا کې په ارګون ولسوالۍ کې دمعتادينو يو ۲۰ بستريز رغتون جوړ شوى چې د ټولو روږدو درملنه نه شي په کې کېدلی او هغه کسان چې درملنه يې وشي د بې روزکارۍ له امله بېرته نشه يي توکو ته مخه کوي.
ددې ولايت د نشه يي توکو سره د مبارزې رييس اميد کټوازي پژواک ته وويل، امنيه قومانداني د نشه يي توکو د مخنيوي په برخه کې له دوی سره مرسته نه کوي.
هغه وايي، په نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر زيات شوی چې لا ملونه يې غربت، فقر او روان جنګ دی.
د پکتيکا ولايت والی الياس وحدت هم مني چې امنيتي ځواکونه د نور هېواد په څېر په پکتيکا کې هم د نشه يي توکو په مخنيوي کې پاتې راغلي او د مخنيوي لپاره يې لا هم هڅې په چټکۍ سره مخ پر وړاندې روانې دي.
هغه وايي، ډېری نشه يي توکي له شمالي او سوېلي وزيرستان څخه قاچاقيږي او بيا ددې ولايت له لارې نورو ولايتونو ته انتقاليږي، ځکه په شمالي او سوېلي وزيرستان کې يې د پروسيس کارخانې دي.
د يادونې ده چې په پکتيکا کې د زرګونو نارينه وو، ترڅنګ تر ۶۰۰ زياتې مېرمنې هم په نشه يي توکو روږدې دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP