کابل (پژواک، ٢٧ چنګاښ ٩٦): په افغانستان کې د قاطع ماموریت د ملاتړ ځواکونو منلې چې هغې الوتکې ته د بلخ په هوايي ډګر کې د کېناستو اجازه نه ده ورکړل شوې چې د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال دوستم هم په کې و.
د قاطع ملاتړ ماموریت ویاند بیل سالوین امریکا غږ اشنا ته ويلي چې له دغې پېښې وروسته هغوی ته تیلیفونونه وشول او په دې برخه کې ترې د مرستې غوښتنه وشوه.
خو هغه زياتوي چې هغوی قضیه وڅېړله او معلومه شوه چې دا د افغانستان داخلي مسئله ده او بهرنیو ځواکونو ته په کې د مداخلې ځای نشته.
ده تاييد کړې چې په ياده الوتکه کې جنرال دوستم هم ناست و خو نه يې دي ويلي چې چا الوتکې ته د کېناستو اجازه نه ده ورکړې او چا له ناټو څخه په دغې برخې کې د مرستې غوښتنه کړې ده.
ځينو سرچينو ويلي چې، د جنرال دوستم د سپرلې الوتکه تېره شپه له ترکېې څخه د بلخ هوايي ډګر ته روانه شوې وه خو جرمني سرتېرو ورته د ناستې اجازه ورنه کړه او الوتکه بېرته د ترکمنستان عشق اباد هوایي ډګر ته ستنه شوه.
دا په داسې حال کې ده چې د دوستم دفتر دغه څرګندونې ناسمې بللې او هغه ته نږدې سرچينو ويلي چې دوستم به راتلونکې اونې هېواد ته راستون شي او په افغانستان کې به د درېیو ګوندونو د نوي ائتلاف د اعلان په غونډه کې ګډون وکړي.
د مشرانو جرګې او جنبش ګوند غړي مولوي عبدالله قرلق نن خبريالانو ته د جزيياتو له ورکولو پرته وويل چې ځينې هېوادونو او کړيو پر دوستم فشار راوستى چې په ترکيه کې پاتې شي.
دى وايي، دغه هېوادونه او کړۍ د درېيو ګوندونو د نوي ايتلاف د اعلان د مخنيوي په موخه نه غواړي چې دوستم افغانستان ته راشي.
دغه ايتلاف، څو ورځې مخکې د بهرنيو چارو وزارت د سرپرست او د جمعيت اسلامي ګوند د مشر صلاح الدين رباني، د جمعيت ګوند اجرايي رييس او د بلخ والي عطامحمد نور، د حکومت د اجراييه رياست دويم مرستيال او د افغانستان د خلکو د وحدت ګوند مشر محمد محقق او د ولسمشر لومړي مرستيال او د جنبش ګوند بنست اېښودونکي جنرال دوستم په ترکيه کې جوړ کړى دى.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP