ایبک (پژواک، ۳۰ چنګاښ ۹۶): په سمنګان امنیتي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې یوه کس خپله خواښې وژلې، خسر او یوه خوښینه یې ټپیان کړي دي.
د ایبک ښار د پولیسو د لومړۍ حوزې امر سمونمل عبدالحلیم بیک د چنګاښ په ۳۰مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه تېره شپه یوولس بجې د ایبک اړوند په ګل قشلاق کلي رامنځته شوې ده.
هغه دغه پېښه د کورني تاوتریخوالي له امله وبلله.
نوموړی وايي چې قاتل د پېښې له سیمې تښتېدلی خو پولیسو یې د موندلو لپاره پلټنې پیل کړې دي.
د سمنګان د ملکي روغتون د جراحۍ برخې نوکریوال ډاکتر عیسی رووفي وویل چې تېره شپه ۱۲ بجې روغتون د یوې ښځې مړی او د یوې ښځې په ګډون دوه ټپیان ور وړل شوي دي.
هغه وايي چې وژل شوې ښځه او ټپیان په تېشه او تبر وهل شوي دي.
بلخوا د قاتل خسر اویا کلن محمد اکبر چې د لاس او غوږ په برخو کې ټپي شوی، وايي: ((تېره شپه تازه د ده زوم محمد له کابله سمنګان ته راغلی و، کله چې کور ته دننه شو، لومړی یې په تبر باندې زما مېرمن ووژله، وروسته محمد پر ما او زما پر لور برید وکړ، چې په پایله یې کې موږ دواړه ټپیان کړو.))
هغه له حکومت او امنیتي ارګانونو وغوښتل چې قاتل باید ونیسي او د خپل عمل پر سزا دې ورسوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن