ښرنه (پژواک، ٣٠ چنګاښ ٩٦): د پکتيکا امنيتي مسوولين وايي، د دغه ولایت په ګومل او سروبي ولسواليو کې د ماين په چاودنه او وسله وال بريد کې يو کوچى او پنځه وسله وال وژل شوي دي.
د پکتيکا د سروبي ولسوالۍ امنيه قوماندان لومړي څارن محمد ايوب تندر د چنګاښ په ۳۰مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار اته بجې د سروبي په بازار کې د کوچيانو پر تراکتور د ماين چاودنه وشوه چې يو کوچى په کې وژل شوى او درې نور ټپیان دي.
ده زياته کړه، کوچيانو غوښتل له بازار سره نږدې سيمې څخه د څښاک او څارويو لپاره اوبه يوسي چې د طالبانو له خوا پر سړک د ځای پر ځای شوي ماين ښکار شول.
له بلې خوا د پکتيکا په ګومل ولسوالۍ کې پنځه وسله وال وژل شوي دي.
د دغه ولايت د ملي امنيت يوې باوري سرچينې پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ملي امنيت د (٠٨) قطعې له لوري د وسله والو طالبانو نومول شوي والي ته کمين نيول شوى و چې د بريد په ترڅ کې دغه والى روغ وتلى خو د يوه ځانمرګي په ګډون يې پنځه وسله وال وژل شوي دي.
سرچينه زياتوي، د طالبانو دغه نومول شوى والي پيراغا نومېږي.
طالبانو بيا د يادو دواړو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP