مزارشريف (پژواک، ۳ زمری ۹۶): د ازبکستان هېواد تصميم نيولی چې د بلخ د کود برق فابريکې له تخنيکي او توليدي اړخه بيا ورغوي.
په همدې موخه د زمري په ۳مه د افغانستان د معدن وزيرې مېرمن نرګس او د ازبکستان د معدن وزير هاشم عبدالله يوف په بلخ ولايت کې سره وکتل او کتنې په اوږدو کې يې د کود فابريکې د چارو ارزونه هم وکړه.
دواړو وزيرانو له رسنيو سره کومه ځانګړې ناسته نه درلوده.
خو د بلخ ولايت مقام وياند منير فرهاد د دواړو وزيرانو د راتګ په تړاو پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوی د بلخ د کود برق فابريکې د بيارغونې په موخه د دې فابريکې د چارو د کتنې لپاره بلخ ته سفر کړی و.
نوموړي زياته کړه چې د ازبکستان د معدن وزير د کود برق فابريکې تخنيکي وسایل اوپرزې پخواني او زاړه شوي وبلل.
د هغه په وينا، د ازبکستان وزير وويل چې په لنډه موده کې د دغه هېواد د معدن وزارت تخنيکي پلاوی د کود برق فابريکې د بشپړې ارزونې لپاره بلخ ته راشي او له پلان سره به يې سمې د بيارغونې چارې پيل کړي.
د افغانستان د کانونو چارو وزيرې مېرمن نرګس له ازبکستان هېواده د مننې تر څنګ وويل چې د يادې فابريکې له بيارغونې سره سلګونو کسانو ته د کار زمينه او د کيمياوي سرې په توليد کې زياتوالی راشي.
نوموړې زياته کړه چې د کود برق فابريکې اوسنۍ توليدي چارې کافي نه دي.
د بلخ د کود برق فابريکې رييس عبدالرحمان افغان پژواک ته وويل چې د يادې فابريکې توليدي چارې روانې دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP