Language

عثماني: په سرحدي سيمو کې د اوبو د کنټرول طرحه به ژر عملي شي

مزارشريف (پژواک، ۴ زمری ۹۶): د اوبو او برېښنا وزير وايي چې په سرحدي سيمو کې د اوبو د کنټرول او ساتنې طرحه بشپړه او د عملي کېدو په حال کې ده.

د اوبو او برېښنا وزير علي احمد عثماني دغه څرګندونې د زمري په ۴مه بلخ ولايت د خپل رسمي سفر په ترڅ کې رسنيو ته وکړې.

نوموړي دغه راز په دغه ولايت کې د چمتال او بلخ ولسواليو ترمنځ په بنګاله سيمه کې د اوبو بند پرانيست.

عثماني وويل چې د هېواد په ټولو برخو کې د اوبو د تنظيم او کارونې نقطې پېژندل شوې دي.

نوموړي زياته کړه چې د حکومت له خوا د اوبو ټولو وړو او سترو بندونو ته جدي پاملرنه کېږي.

هغه ګاونډيو هېوادونو ته د افغانستان د بهېدونکي اوبو د کنټرول په تړاو وويل چې په سرحدي سيمو کې د اوبو د کنټرول او کارونې ټولې نقطې پېژندل شوي دي.

نوموړي زياته کړه، چې هغه طرحه بشپړه او د عملي کېدو په حالت کې ده، چې له لارې به يې په کوردننه د اوبو تنظيم او بهر ته بهېدونکي اوبه کنټرولېږي.

د اوبو او برېښنا وزير عثماني په بلخ کې جوړ شوي بند په تړاو وويل چې د اسيا پراختيايي بانک له خوا د ٩،٦ ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

نوموړي زياته کړه چې د ياد بند په مرسته د بلخ او جوزجان ولايت ۹۳۵ زره جريبه ځمکه په اسانۍ سره خړوب کړای شي.

د بنګالې سيمې اوسېدونکي شاغاسي پژواک ته وويل چې د دغه بند له جوړېدو وړاندې په سيمه کې د کرنيزو اوبو پر سر ډېری وخت لانجې راپورته کېدې.

نوموړي زياته کړه چې د بنګالې بند په جوړېدو ټولو کرنيزو ځمکو ته د اړتيا پر مهال په سمه توګه اوبه رسېږي.

د هغه په وينا، اوس د اوبو د ډېرښت له امله خلک د اوبو د وېش پر سر له يو بل سر لانجې نه کوي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.