ښرنه (پژواک، ٨ زمرى ٩٦): د پکتيکا والي وايي، په تېر يو کال کې تر ډېره د خلکو ستونزو ته رسېدنه کړې، خو لا هم ځيني ستونزې شته چې بايد د حل لار ورته ولټول شي.
د پکتيکا والي محمد الياس وحدت دغه څرګندونې د زمري په اتمه په مرکز ښرنه کې ملت ته د حساب ورکونې په غونډه کې وکړې.
هغه وويل، په تېر کال کې يې د پام وړ د رغونې چارې ترسره کړې او هم يې د خلکو او حکومت ترمنځ واټن کم کړى دى.
ده زياته کړه: ((ما په خپل يو کلن ماموريت کې هڅه کړې چې د خلکو ستونزې واورم، څو په وخت ورته رسيده ګي وشي.))
د هغه په وينا، د پوهنې، رغونې، امنيت، روغتيا او نورو برخو کې يې هغه چارې ترسره کړې چې په تېرو څو کلونو کې نه وې ترسره شوې.
خو وحدت په دې برخه کې نور جزئيات وړاندې نه کړل.
ده وويل، د راتلونکي کال لپاره يې هم د پام وړ پلانونه جوړ کړي چې له مخې به يې د دې ولايت ستونزې په هره برخه کې کمې شي.
خو هغه زياته کړه چې اوس هم له ځينو ستونزو سره مخ دي چې د حل لپاره يې بايد هلې ځلې وشي.
هغه د بېلګې په توګه وويل، په تېر يو کال په دې نه دی توانېدلى چې په ډيله خوشامند ولسوالۍ کې تړل شوي ښوونځي د زده کوونکو پر مخ پرانيزي.
په دې غونډه کې د خيرکوټ ولسوالۍ اوسېدونکي نظرګل وويل چې په تېر يو کال کې وحدت د پام وړ چارې ترسره کړې دي.
هغه زياته کړه: ((د وحدت صاحب د کار په موده کې د خلکو او دولت ترمنځ واټن کم شوى دى او هم ډېرو ځوانانو ته د معارف تر څنګ په نورو برخو کې د کار زمينه برابره شوې ده.))
د يادې غونډې په پاى کې د دې ولايت اوسېدونکو خپلې غوښتنې، پوښتنې او نظرونه د پکتيکا له والي سره شريک کړل او هغه يې د حل ژمنه وکړه.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP