ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې د لګڼو قوم له کوچیانو سره د ځمکې پر سر د لانجې حل وغوښت

خوست کې د لګڼو قوم له کوچیانو سره د ځمکې پر سر د لانجې حل وغوښت

author avatar
31 Jul 2017 - 16:03
خوست کې د لګڼو قوم له کوچیانو سره د ځمکې پر سر د لانجې حل وغوښت
author avatar
31 Jul 2017 - 16:03

خوست ښار (پژواک، ۹ زمری ۹۶): په خوست کې د لکڼو قوم له حکومته وغوښتل چې له کوچيانو سره د ځمکې پر سر د راپورته شوې شخړې د هواري لپاره هلې ځلې وکړي.

دوی چې نن (د زمري نهمه) د خوست مرکز اړوند د لکڼو د مکتب بازار په سيمه کې راټول شوي وو، خبريالانو ته وويل چې کوچيانو د دوی شاوخوا ۱۰زره جريبه ځمکه غصب کړې ده او په ځينو سيمو کې وسلې په لاس په مورچو کې ناست دي.

د لکڼو قومي مشر احمدشاه خان وويل چې د ځمکې شرعي سند په لاس لري او حکومت ته يې وړاندې کړی هم دی خو حکومت نه يواځې غور نه دی پرې کړی، بلکې د کوچيانو پلوي يې کړې ده.

هغه وويل: ((شاوخوا لس زره جريبه ځمکه ده. شرعي سند يې په لاس لرو، پر سند هم دولت غور نه کوي. همدا اوس کوچيان په مورچلو کې ناست دي او دولت ځان نه پرې خبروي.))

د لکڼو سيمې بل قومي مشر نور جمالدين خبريالانو ته وويل: ((د ځمکې اسناد له موږ سره دي، خو حکومت هلته دولت ته پرې پرمختيايي پروژې جوړولې چې موږ يې مخه ونيوه.))

ده ګواښ وکړ، که حکومت د ځمکې د ملکيت پر سر د دې لانجې د هواري لپاره لار ونه لټوي، د دواړو قومونو ترمنځ د وسله والې شخړې رامنځته کېدو احتمال هم شته دى.

ده زياته کړه: ((که چېرې حکومت دا موضوع جدي ونه نيسي او حل يې نه کړي، د دواړو قومونو ترمنځ برخورد راځي، دا به بيا د ټول خوست او دولت لپاره ستره ستونزه وي.))

د خوست د مرکز د لکڼو سيمې اوسېدونکي او د دغه ولايت د ولايتي شورا غړي عبدالولي واحدزي د خوست پر والي تور پورې کړ چې په دې مسئله کې د کوچيانو پلوي کوي.

هغه وويل چې والي د قوم پرستۍ پر اساس د کوچيانو تر څنګ ولاړ دی او د لکڼو له قوم سره پر شته اسنادو غور نه کوي.

ده وويل: ((پر والي غږ کوو چې دې مسئلې ته رسيده ګي وکړي او که بيا هر څه پېښېدل، مسووليت به يې د والي پر غاړه وي.))

خو بل لور ته په دغه ولايت کې د کوچيانو د شورا مرستيال اوازخان کوچي پژواک ته وويل، هغه ځمکې چې دوی پرې اړولې دي، د امير عبدالرحمن خان له وخته راهيسې د دوی ملکيت دی.

ده دا خبره رد کړه چې ګني کوچيانو وسلې را اخيستې او مورچې يې نيولې دي، خو د لکڼو له قوم څخه يې وغوښتل چې د دې لانجې د هواري لپاره خبرو اترو ته کېني او د تاوتريخوالي لار دې نه غوره کوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.