ښرنه (پژواک، ١٠ زمرى ٩٦): امنيتي چارواکي وايي چې د پکتيکا په سروبي ولسوالۍ کې د افغان امنيتي ځواکونو په عملياتو کې٦٠ وسله وال طالبان وژل شوي او ٤٠ نور ټپيان دي.
دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼه کې شوې چې د زمري په ١٠مه د کورنيو چارو وزارت له مطبوعاتي دفتره پژواک خبري اژانس ته را لېږل شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې له تېرو څو ورځو راهيسې امنيتي ځواکونو په سروبي ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې عمليات پيل کړي وو.
د سرچينې په حواله، د دې جګړو له امله ٦٠ وسله وال طالبان وژل شوي او ٤٠ نور ټپيان دي او د دې ولسوالۍ ځيني کلي هم د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شوي دي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په عملياتو کې د وسله والو طالبانو اته موټر، ١٤ موټرسايکل، يوه دهشکه او ځيني نورې وسلې او مهمات هم له منځه تللي دي.
خو بل لور ته بيا د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال دادالله خان پژواک ته وويل چې له تېرو پنځه ورځو راهيسې په سروبي او برمل ولسواليو کې د امنيتي ځواکونو له لوري عمليات روان وو.
هغه وايي چې په دغو عملياتو کې ٤٠ وسله وال طالبان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.
د هوتک په وينا، په دغو عملياتو کې د طالبانو لس موټر او ځيني وسلې او مهمات هم له منځه تللي دي.
نوموړي زياته کړه چې د عملياتو په ترڅ کې يواځې څلور سيمه ييز پوليس ټپيان شوي دي.
د سروبي اوسېدونکي نوراغا پژواک ته وويل چې له تېرو څو راهيسې په دې ولسوالۍ کې جګړه روانه وه.
هغه وايي چې د جګړې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري خو د دې ولسوالۍ ډېرې سيمې اوس هم د طالبانو په کنټرول کې دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه د يادو څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP