Language

بلخ کې ۲۵۰زره جریبه ځمکې غصب شوې

مزارشريف (پژواک، ۱۴ زمری ۹۶): په بلخ ولايت کې له تېرې يوې نيمې لسيزې راهيسې د ۱۲۰۰ کسانو له خوا کابو ۲۵۰زره جريبه دولتي او شخصي ځمکې غصب شوې دي.

د بلخ د ولايتي شورا رييس ډاکتر محمد افضل حديد په دغه ولايت کې د ځمکو د غصب په تړاو پژواک خبري اژانس ته وويل، له دې سترګې نه شي پټولی چې په بلخ کې هم ځمکې غصب شوې دي.

نوموړي زياته کړه، دغه غصب له تېرو درېیو لسيزو روان دی؛ خو په تېره يوه نيمه لسيزه کې ګړندی شوی دی.

د هغه په وينا، ډېری ښکېل خلک په کې زورواکي دي، خو هغه د چا نوم په ډاګه نه کړ.

د ولايتي شورا رييس وويل چې په دې موده کې د بلخ ولايت په ولسواليو او د مرکز مزارشريف ښار شاوخوا کې ۲۵۰زره جريبه دولتي او شخصي ځمکې غصب شوې دي.

ډاکتر حديد د غاصبينو د نومونو له ښودو ډډه وکړه خو زياته يې کړه چې د غاصبينو شمېر کابو ۱۲۰۰ تنه دي.

د بلخ ولايت اوسېدونکي هم وايي چې د جګړو له پيل سره سم په ياد ولايت کې د زورواکو له خوا د ځمکو د غصب لړۍ پيل شوې ده.

د بلخ ولسوالۍ اوسېدونکي حاجي عطاالله پژواک ته وويل چې د يادې ولسوالۍ ډېری څرځايونه د زورواکو له خوا غصب کړای شوي دي.

نوموړي زياته کړه چې په همدې نږدې وخت کې د پيازکارو کلي ۲۰۰ جريبه عامه څرځای د سيمه ييزو زورواکو له خوا غصب شوی دی.

هغه له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د غصب شوو ځمکو د بېرته راګرځولو په تړاو بايد جدي هڅې وکړي.

خو د بلخ ولايت مدني فعالان وايي چې په افغانستان کې د غصب شوو ځمکو په تړاو د حکومت روانې هڅې ځکه ځای نه نيسي، چې تر ډېره په کې حکومتي چارواکي ښکېل دي.

مدني فعال غلام رسول پژواک ته وويل چې يوازې بلخ کې نه، بلکې په ټول هېواد کې دولتي او شخصي ځمکې د هغو کسانو له خوا غصب شوې چې يا له حکومت سره تړاو لري او يا هم د حکومت مهم دولتي چارواکي وي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.