منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۲۸ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

بلخ کې ۲۵۰زره جریبه ځمکې غصب شوې

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۳۹ کتنې

مزارشريف (پژواک، ۱۴ زمری ۹۶): په بلخ ولايت کې له تېرې يوې نيمې لسيزې راهيسې د ۱۲۰۰ کسانو له خوا کابو ۲۵۰زره جريبه دولتي او شخصي ځمکې غصب شوې دي.

د بلخ د ولايتي شورا رييس ډاکتر محمد افضل حديد په دغه ولايت کې د ځمکو د غصب په تړاو پژواک خبري اژانس ته وويل، له دې سترګې نه شي پټولی چې په بلخ کې هم ځمکې غصب شوې دي.

نوموړي زياته کړه، دغه غصب له تېرو درېیو لسيزو روان دی؛ خو په تېره يوه نيمه لسيزه کې ګړندی شوی دی.

د هغه په وينا، ډېری ښکېل خلک په کې زورواکي دي، خو هغه د چا نوم په ډاګه نه کړ.

د ولايتي شورا رييس وويل چې په دې موده کې د بلخ ولايت په ولسواليو او د مرکز مزارشريف ښار شاوخوا کې ۲۵۰زره جريبه دولتي او شخصي ځمکې غصب شوې دي.

ډاکتر حديد د غاصبينو د نومونو له ښودو ډډه وکړه خو زياته يې کړه چې د غاصبينو شمېر کابو ۱۲۰۰ تنه دي.

د بلخ ولايت اوسېدونکي هم وايي چې د جګړو له پيل سره سم په ياد ولايت کې د زورواکو له خوا د ځمکو د غصب لړۍ پيل شوې ده.

د بلخ ولسوالۍ اوسېدونکي حاجي عطاالله پژواک ته وويل چې د يادې ولسوالۍ ډېری څرځايونه د زورواکو له خوا غصب کړای شوي دي.

نوموړي زياته کړه چې په همدې نږدې وخت کې د پيازکارو کلي ۲۰۰ جريبه عامه څرځای د سيمه ييزو زورواکو له خوا غصب شوی دی.

هغه له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د غصب شوو ځمکو د بېرته راګرځولو په تړاو بايد جدي هڅې وکړي.

خو د بلخ ولايت مدني فعالان وايي چې په افغانستان کې د غصب شوو ځمکو په تړاو د حکومت روانې هڅې ځکه ځای نه نيسي، چې تر ډېره په کې حکومتي چارواکي ښکېل دي.

مدني فعال غلام رسول پژواک ته وويل چې يوازې بلخ کې نه، بلکې په ټول هېواد کې دولتي او شخصي ځمکې د هغو کسانو له خوا غصب شوې چې يا له حکومت سره تړاو لري او يا هم د حکومت مهم دولتي چارواکي وي.

نوموړي زياته کړه، د ځمکو غصب د خلکو د ژوند پر اقتصادي اړخ باندې نېغ منفي اغېز کړی دی او له همدې امله يې پر حکومت باور هم زيانمن دی.

د هغه په وينا، دی باور لري، که چېرې دولت د غصب شوو ځمکو پر وړاندې جدي مبارزه وکړي؛ نو مثبت اغېز به ولري.

د بلخ ولايت دولتي مسوولين په دغه ولايت کې د ځمکو غصب تاييدوي خو په تړاو يې وړاندې شوې شمېرې مبالغه بولي.

د ولايت مقام مطبوعاتي مسوول منير فرهاد پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې د غصب لړۍ له اويايمې لسيزې پيل شوی ده.

نوموړي د دولتي او شخصي ځمکو پر غصب سترګې پټې نه کړې خو زياته يې کړه چې د غصب کړای شوو ځمکو په تړاو وړاندې شوې شمېره مبالغه ده.

د هغه په وينا، د بلخ سيمه ييزې ادارې له روانې لسيزې د غاصبينو پر وړاندې جدي مبارزه پيل کړې او تر دې دمه لاس ته راوړنې هم لري.

فرهاد د بېلګې په توګه، حيرتان دوه لارې ته د ۸۰ زره جريبه غصب کړای شوې ځمکې يادونه وکړه، چې تېر کال يې بېرته راګرځولې ده.

نوموړي وويل چې د ځمکو د غصب په تړاو يې مبارزه يوازې د مزارشريف تر شاوخوا پورې رالنډه نه، بلکې په ولسواليو کې هم دوی جدي هڅې کوي.

هغه د چمتال ولسوالۍ يادونه وکړه چې د زورواکو له خوا ۵۰جريبه غصب کړای شوې ځمکه يې بېرته راګرځولې ده.

د ولايت مقام مطبوعاتي مسوول وويل چې دوی به خپله مبارزه تر هغې روانه ساتي، تر کومې چې يې د بلخ ټولې غصب کړای شوې ځمکې له غاصبينو بېرته نه وي ګرځولې.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه