محمود راقي (پژواک، ١٤ زمرى ٩٦): د کاپيسا په نجراب ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په يوه بريد کې دوه پوليس وژل شوي.
د کاپیسا د امنیه قوماندانۍ ویاند محمد ایوب يوسفزي د زمري په ١٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو لومړی پر هغې پوستې بريد کړی چې د يوه نوي جوړېدونکي پول د امنيت لپاره جوړه شوې وه.
هغه زياته کړه، وسله والو د دې بريد پر مهال دوه پوليس هم وژلي چې د مرستندويه ځواکونو رسېدلو سره په سيمه کې جګړه هم شوې ده.
د سرچينې په وينا، په جګړه کې وسله والو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېره يې ورته نه وه معلومه.
وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP