ښرنه (پژواک، ١٥ زمرى ٩٦): د پکتيکا په ګومل ولسوالۍ کې د سرحدي ځواکونو کنډک د وسله والو طالبانو له لوري کلابند شوى او سخته جګړه روانه ده.
د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ يوې باوري سرچينې د زمري په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرې ورځې راهيسې وسله والو طالبانو په ګومل ولسوالۍ کې د سرحدي ځواکونو کنډک کلابند کړى دى.
هغه وايي چې د سرحدي ځواکونو او طالبانو ترمنځ سخته جګړه روانه ده خو تر اوسه مرستندوی ځواکونه سيمې ته نه دي رسېدلي.
ده وويل چې ياده جګړه مرګ ژوبله لري خو کره شمېره يې تر اوسه معلومه نه ده.
خو د پکتيکا والي الياس وحدت بيا پژواک ته وويل چې د سرحدي ځواکونو پر کنډک جګړه نه ده خو په سيمه کې چاڼيز عمليات روان دي.
هغه وايي: ((زموږ په عملياتو کې تر اوسه ډېر زيات طالبان وژل شوي، مړي يې په سيمه کې پراته دي، په مړو کې يو شمېر يې پاکستانيان دي.))
بل لور ته وسله وال طالبان هم بيا د ګومل جګړه تاييدوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې له تېرې ورځې راهيسې طالبانو په ګومل کې د سرحدي ځواکونو کنډک کلابند کړى دى.
ده وويل چې په ياده جګړه کې تر اوسه ګڼو سرحدي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې او د ګومل لويه لار هم طالبانو تړلې ده.
مجاهد وايي چې د ګومل او سرروضې ولسوالۍ په جګړو کې له تېرې ورځې راهيسې دوه طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.
دغه راز د دغه ولايت په وړممۍ ولسوالۍ کې هم جګړه روانه ده.
د دې ولسوالۍ يوه سرتېري سدوزي پژواک ته وويل چې له تېرې ورځې راهيسې وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ پر پوستو ډله ييز بريدونه پيل کړي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP