ژبه

“د حج د مراسمو ښه مديريت له سعودي پرته بل څوک نه شي کولى”

کابل (پژواک، ١٥ زمرى ٩٦): شنونکي وايي چې د حج د سترو مراسمو مديريت او د ښو خدمتونو  وړاندې کول د سعودي له حکومته پرته بل څوک نه شي کولى.

دا په داسې حال کې ده چې د کال په اوږدو کې ميليونونه مسلمانان د حج فريضې او د عمرې  ادا  کولو په موخه د مکې مکرمې او مدينې منورې مقدسونو ښارونو ته ځي.

د افغانستان د علماوو شورا د فرهنګي کمېټې مسوول مولوي شمس الرحمن فروتن وايي، له کوم شک پرته د سعودي حکومت نه يواځې د افغانانو، بلکې د ټولې نړۍ د زايرينو ډېر ښه خدمت کوي او ورته يې لازمې اسانتياوې برابرې کړې دي.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل چې د سعودي د حج وزارت، ، د روغتيا وزارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت او د ښاروالۍ ادارې په دې برخه کې مهم رول لوبوي.

مولوي فروتن په ځانګړې توګه د سعودي د روغتيا او ښاروالۍ ادارو ځانګړې يادونه وکړه چې  حاجيانو ته ډېرې اسانتياوې برابرې کړې دي.

د هغه په وينا، ځيني مهال په خپله حاجيان او زايرين ګډوډي او بې نظمي رامنځته کوي چې له امله يې بيا يو لړ ستونزې پيدا کېږي.

د ولسي جرګې مرستيال حاجي نظير احمدزى وايي چې سعودي له کلونو راهيسې په ډېره ښه توګه د ټولې نړۍ  او په ځانګړې توګه د افغانستان د حاجيانو ډېر ښه خدمت کوي او د افغانستان ټولې غوښتنې يې منلې دي.

احمدزي د سعودي له حکومته مننه وکړه چې سږ کال يې د افغان حاجيانو په سهميه کې شپږ زره حاجيان ور اضافه کړل.

ده زياته کړه: ((سعودي د اسلامي نړۍ مرکز دى او دفاع يې پر ټولو مسلمانانو واجب ده.))

د هغه په وينا، سعودي د کال په اوږدو کې د حج او عمرې پر مهال د ميليونونو مسلمانانو ته اسانتياوې يې ورته برابرې کړي ، چې د بل چا په وس کې نشته.

نوموړي د يوې  پوښتنې په ځواب کې له يو شمېر هېوادونو وغوښتل، چې سياسي ستونزې دې له مذهبي مقدساتو سره نه يو ځاى کوي .

د ننګرهار د حج او اوقافو رييس مولوي عبدالظاهر حقاني وايي، سعودي عربستان هيواد د يو ستر اسلامي هېواد په توګه خپل هغه ستر مسوليت په سمه توګه ادا کړی، چې د حج فريضې ادا کوونکو د خدمت په برخه کې يې لري.

هغه پژواک ته وويل، د سعودي حکومت له کوم تبعيض پرته د ټولې اسلامي نړۍ ورتلونکو زيارت کوونکو ته د ځمکني ترانسپورټ، اوسېدو، خوړو او زيارت او حج په برخه کې يو شان سهوليتونه برابر کړي دي چې د بل چا په وس کې دغه کار نشته.

د حکومت د اجرائيه رياست سلاکار حکمت ساپى هم وايي، کوم خدمت چې د سعودي حکومت د حاجيانو نور څوک يې نه شي کولى.

حکمت د ايران  او قطر پر حکومتونو نيوکه وکړه، چې د دروغو خبرونو په خپرولو سره د خلکو ذهنونه ګډوډوي، په داسې حال کې چې د سعودي حکومت له کوم تفريق پرته د ټولو مسلمانانو يو ډول خدمت کوي او اسانتياوې يې ورته برابرې کړي دي.

ديني عالم او د سياسي چارو کارپوه محمد حسن حقيار چې د (حرمينو هندارې) په نوم کتاب يې هم ليکلى دى، د حرمينو الشرفينو او مسلمانانو په خدمت کولو کې د سعودي د حکومت ستاينه کوي.

حقيار وايي: ((په ريښتينې توګه ، کوم خدمات چې د سعودي حکومت وړاندې کوي، بل هېڅ هېواد يې نه شي کولى.))

د هغه په وينا، حرمين د سعودي په خاوره کې او سعودي يې ښه ساتنه او پالنه کوي، بل څوک حق نه لري چې په دې اړه څرګندونې وکړي.

نوموړي زياته کړه چې د سعودي حکومت د حرمينو او د حج د مناسکو ښه مديرت کوي او تر اوسه په دې برخه کې هېڅ ډول لويه ستونزه نه ده پيدا شوې.

حقيار وويل، ځيني هېوادونه چې په دې برخه کې نيوکې کوي، د هغوى حاجيانو په خپله د حج د مناسکو پر مهال مسلمانانو ته ستونزې جوړوي.

د شاه محمود په نامه يوه افغان چې تېر کال د حج فريضې ادا کولو په موخه سعودي ته تللى و، وايي، چې له هېڅ ډول ستونزې سره مخ نه شو.

هغه پژواک اژانس ته وويل: ((زه حيران وم، چې د سعودي حکومت څه ډول په ډېره ښه توګه د عمرې او حج پر مهال د ميليونونو مسلمانانو خدمت کوي او ورته هر ډول اسانتياوې برابروي.))

بلخوا د سعودي عربستان د حج وزارت اعلان کړى چې د سږ کال د حج مراسمو لپاره يې بشپړ تيارى او چمتووالى نيولى دى،.

د سعودي د دولتي اژانس (واس) د راپور له مخې، د حاجيانو د هرکلي او هغوى ته د مراسمو پر مهال د اسانتياوو برابرولو لپاره يې يو لړ ځانګړي پروګرامونه جوړ کړي دي.

سرچينې زياته کړې، دغه راز د مدينې منورې او د جدې په هوايي ډګرونو کې هم راتلونکو کسانو ته يې د هغوى په ژبه د لارښوونو اسانتياوې برابرې کړي دي.

نږدې دوه اوونۍ مخکې سعودي ته د افغان حاجيانو د لومړۍ ډلې د لېږلو په مراسمو کې د حج او اوقاف وزیر فیض محمد عثماني وویل، په بیت الله شریف کې د افغان حاجیانو لپاره ټولې اسانتیاوې برابرې شوي دي.

هغه هيله څرګنده کړه چې د سعودي او د افغانستان حکومتونو په ګډو هلو ځلو به دغه پروسه سږکال هم د تېر کال په څېر بریالۍ وي.

ټاکل شوې ده چې سږ کال له افغانستان څخه ٣٠ زره کسان د حج فريضه ادا کړي.