ګردېز (پژواک، ٢٣ زمرى ٩٦): په ګردېز کې لسګونو لاريون کوونکو د اګست ١٤مه بدمرغه او په سيمه کې د ترهګرۍ د پيدا کېدو ورځې په نوم ياده کړه.
د اګست ١٤مه له برېتانوي هند څخه د پاکستان د خپلواکۍ ورځ ده.
لاريون کوونکو وويل چې ترهګري د افغانستان او ټولې سيمې لپاره خطر دی او بايد پر وړاندې يې ګـډه مبارزه وشي.
دوی وايي چې افغانستان د ټولې سيمې په استازيتوب له ترهګرۍ سره په مبارزه کې دی، نو په کار ده چې ټول په دې برخه کې د افغانستان ملاتړ وکړي.
د پکتيا قومي مشر او د لاريون يوه تنظيموونکي جان محمد جلالي د زمري په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د اګست په ١٤مه په سيمه کې د ترهګرو ځاله رامنځته شوه او اوس ترې ټوله سيمه ناکراره ده.
جلالي وويل: ((ترورېزم ډېره بده او توره پديده ده، ټولې سيمې ته سرخوږی دی او څوک چې د ترورېزم ملاتړ کوي، يقيني ده چې يوه ورځ به خپله هم اور اخلي او اور يې اخيستی هم دی.))
بل لاريون کوونکي فريد احمد تسکين هم ياده نېټه د څو ملتونو بدمرغي او په تېره د افغانانو د غميزې پيل وباله او د هېوادوالو پر يووالي يې ټينګار وکړ.
تسکين په قبايلي سيمو کې د ضرب عضب په نوم پيل شوي پوځي عمليات هم د پښتنو او بلوڅو د وژنې لړۍ ياده کړه او ويې ويل چې د ښو او بدو ترهګرو ترمنځ تفکيک کوونکي بايد پر دې وپوهېږي چې ترهګری هر ملت او خاورې ته خطر دي.
دی وايي: ((ډيورنډ فرضي کرښه هېچا ته د منلو نه ده؛ نړيواله ټولنه بايد په ټوله سيمه کې د ستونزو سرچينه وپېژني او په مهار او ځپلو کې يې خپل مسوليت ترسره کړي، کنه دا ستونزې او د ترهګرۍ جرړې به تر اروپا، امريکا او بل هر هېواد ورسيږي.))
يو شمير نورو لاريون کوونکو هم ورته څرګندونې وکړې.
دغه لاريون سهار ٩ بجې پيل شو او له غرمې مخکې په سوله ييز ډول سره پاى ته ورسېده.
په دې وروستيو کې پر افغانستان سربېره نورو هېوادونو هم پاکستان د ترهګرو پر ملاتړ او هغوی ته د امن ځايونو پر برابرولو تورن کړی دى.
login or register a new account.