Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل (پژواک، ۲۷ زمری ۹۶): دروسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین خپل افغان سیال محمد اشرف غني ته د افغانستان د خپلواکۍ د ۹۸یمې کالیزې مبارکي وویله.

په کابل کې د روسیې سفارت له خوا پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د روسیې ولسمشر د افغانستان د خپلواکۍ ورځې د مبارکۍ ویلو تر څنګ افغانانو ته د سولې او سوکالۍ هیله څرګنده کړې ده.

ولادیمیر پوتین په عین حال کې ټینګار کړی چې روسیه د افغانستان د مهمو مسایلو په هواري او د دغه هېواد د ملي پراختیا په برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

هغه هیله څرګنده کړې چې د سیمې د  امنیت او ثبات او د دواړو هېوادونو د خلکو د خیر او سوکالۍ په برخو کې د روسیې او افغانستان اړیکې پیاوړې شي.

دغه راز د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم خپل افغان سیال صلاح الدین رباني ته د افغانستان د خپلاکۍ ورځې مبارکي ورکړې ده.

لاوروف د افغانستان او روسیې تر منځ د اړیکو د ښې ارزونې تر څنګ ویلي، روسیه باور لري چې د متقابلو همکاریو پراختیا د دواړو هېوادونو د خلکو د ګټو ځواب ویونکي دي او د سیمې په ثبات او امنیت کې مرسته کوي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.