د توغنديو لګېدو له امله څلور تنه ټپيان شول
لښکرګاه، جلال اباد (پژواک ٢ وږى ٩٦): د هلمند امنيتي مسوولين وايي چې د لښکرګاه ښار په يوه ښوونځي د دوو توغنديو لګېدو له امله څلور تنه ټپيان شوي دي.
د دې ولايت د امنيه قومندانۍ وياند دوهم څارن عبدالسلام افغان، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه توغندي د نهرسراج له خوا شاوخوا شپږنيمې بجې راغلي او د تورټانک په نوم ښوونځي کې لګېدلي دي.
ده زياته کړه، په دې پېښه کې د ښوونځي مدير او درې زده کوونکي ژوبل شوي دي.
د ايمرجنسي روغتون مسوولين د ټپيانو روغتيايي حالت ښه بولي او وايي، د توغنديو د لګېدو پرمهال يادو کسانو په ښوونځي کې د فوټبال لوبه کوله.
د سيمې يوه اوسېدونکي شاه محمد، پژواک ته وويل چې يو توغندى د ښوونځي په ودانۍ او بل په لوبغالي لګېدلى دى.
د يوه بل خبر له مخې، د ننګرهار چپرهار ولسوالۍ کې د داعش او طالب وسله والو ترمنځ د نښتې له امله درېيو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د وږي په ۲يمه پژواک اژانس ته وويل، چې د چپرهار ولسوالۍ غلام ډاګ سيمه کې نن سهار شاوخوا لس بجې د وسله والو طالبانو او داعش ډلې ترمنځ جګړه رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې د جګړې په ترڅ کې يې يو د زرنج موټر سايکل چلوونکی وژل شوی او دوه ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
نوموړی وايي، د وسله والو ډلو تلفاتو په اړه تر دې دمه معلومات نه دي ترلاسه شوي.
خو د سيمې يو قومي مشر د نوم نه خپراوي په شرط پژواک ته وويل، چې د جګړې له امله يو ملکي وګړی، دوه داعش او يو طالب وسله وال وژل شوي دي.
نوموړي نيوکه وکړه، چې د جګړې د مهار او د وسله والو د ځپلو لپاره حکومت هېڅ اقدامذنه دی کړی، چې له امله يې يو ملکي وګړی هم ووژل شو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن