کندهار (پژواک، ۳ وږی ۹۶): چارواکي وايي، د کندهار په ښوراوک ولسوالۍ کې د القاعدې او لشکر طیبه ډلو په یوې ګډې قرارګاه کې د ماین چاودنې لس پاکستاني، عرب او افغان جګړه مار وژلي دي.
دغه پېښه نن سهار ۶ بجې ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه شوې ده.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا دراني پژواک خبري اژانس ته وویل، د القاعدې او لشکر طیبه په دغې ګډې قرارګاه کې ماینونه جوړېدل او پر افغان ځواکونو یې بریدونه طرحه کول.
ده زیاته کړه، دغه قرارګاه د ښوراوک ولسوالۍ او ګلستان سیمې تر منځ ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه په داسې ځای کې جوړه شوې وه چې په ۱۰۰ مترۍ کې یې د پاکستاني سرحدي ځواکونو پوسته پرته ده.
دی وايي، په دې مرکز کې وسله وال د ماینونو په جوړولو بوخت وو چې چاودنه یې کړې او پر مهال یې ۷ پاکستاني، ۲ عرب او یو افغان وسله وال وژل شوي دي.
د ده په خبره، وژل شوي وسله وال د القاعده او لشکر طیبه ترهګرو ډلو غړي او د ماینونو جوړولو انجنیران وو.
د یوه بل خبر له مخې، د کندهار په خاکرېز ولسوالۍ کې هم پر وسله والو خپل ماین چاودنه کړې چې په پایله کې يې دوه وسله وال وژل شوي دي.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا درانی وايي، دغه پېښه د یادې شوې ولسوالۍ په منډیګ کې شوې ده.
د ده په خبره، دوو وسله والو غوښتل پر عامه لاره ماین ځای پر ځای کړي چې چاودېدلی او دواړه په کې وژل شوي دي.
د یادو شوو دواړو پېښو په اړه تر دې مهاله وسله والو طالبانو څه نه دي ویلي.
login or register a new account.