Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په کابل کې د حنجرې لومړي بريالي جراحي عمليات تر سره شول

په کابل کې د حنجرې لومړي بريالي جراحي عمليات تر سره شول

author avatar
5 Sep 2017 - 17:37
په کابل کې د حنجرې لومړي بريالي جراحي عمليات تر سره شول
author avatar
5 Sep 2017 - 17:37

کابل(پژواک، ١٤وږى ٩٦): د لومړي ځل لپاره په هېواد کې د يوه ماشوم د حنجرې جراحي عمليات د افغان متخصصانو  له لوري د کابل په غازي امان الله خان روغتون کې په برياليتوب سره تر سره شول.

  د ملي امنيت عمومي رياست، پژواک خبري اژانس ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ويلي چې دا عمليات د اته کلنې سعيدې پر  حنجره تر سره شول چې له نفس تنګي، غږ لرونکي تنفس او لوېدلي غږ نه ځورېدله.

ويل کېږي چې دا ماشومه د روان کال د وري په ١٢مه نېټه له بدخشان نه کابل ته را لېږدول شوې وه او  د ملي امنيت ادارې اړوند  د غازي امان الله خان روغتون  د غوږ او ستونې څانګه کې بستر شوه.

 په خبرپاڼه کې راغلي چې د عبدالمالک غياثي په مشرۍ معالجې ډلې د (Video laryngoscopy)معايناتو له تر سره کولو وروسته د دغې ماشومې جراحي عمليات په (Micro laryngeal Surgery ( طريقه سره په برياليتوب تر سره کړل.

په خبرپاڼه کې په ډاګه شوې چې د ناروغ عمومي وضعيت ښه دى، د تکليف ټولې نښې يې له منځه تللې او بشپړه روغتيا يې موندلې ده.

د ملي امنيت رياست په ډاګه کړې چې د ناروغ درملنه تر دې وړاندې په بېلابېلو کورنيو او بهرنيو روغتونونو کې تر سره شوې، خو پايله يې مثبته نه وه.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.