کابل (پژواک، ١٩ وږى ٩٦): امريکايۍ محققه، لرغونپوه او تاريخ پوه نانسي ډوپري د نوي کلونو په عمر په کابل کې ساه ورکړې ده.
مېرمن نانسي ډوپري چې د خپل عمر له نيمايي زياته برخه (۵۳) کاله یې په افغانستان کې په تحقيق، اکاډميکو څېړنو، د افغانستان په توريزم کې تېر کړي وو د خپل ژوند وروستۍ سلګۍ يې هم په افغانستان کې وې.
مېرمن ډوپري تېره شپه د کابل په يوه خصوصي روغتون کې د ورپېښې ناروغۍ له امله ساه ورکړې ده.
مېرمن ډوپري چې ۱۹۶۴ کال کې افغانستان ته راغله، هغه مهال د يوه ډيپلوماټ مېرمن وه، وروسته يې له امريکايي لرغونپوه لويي دوپري سره چې په افغانستان کې يې د ډبرو د زمانې اړوند اثار کشف کړي وو، واده وکړ.
نانسي ډوپري په کابل پوهنتون کې د افغانستان د معلوماتي منبع د مرکز بنسټ هم ايښی، د افغانستان په توريزم، د باميانو، کابل، مزارشریف او د نورو سيمو پر تاریخ یې پنځه کتابونه هم ليکلي دي.
د افغانستان د حکومت اجرائيه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله د مېرمن دوپري پر مړينې خواشيني څرګنده کړې ده او د هغې مړينه يې لويه ضايعه ګڼلې ده.
login or register a new account.