ژبه

شپږيزې سياليو کې بند امير او مس عينک خپلې لوبې وګټلې

کابل (پژواک، ٢٣ وږى ٩٦) : د کورني کرکټ د شپږې سترو ملي سياليو په لړ کې نن د بند امير او مس عينک لوبډلو خپلې لوبې وګټلې.

د شپږو کورنيو لوبډلو په ګډون د شپږيزې سيالۍ روانه اوونۍ کې په کابل کې پيل شوې دي، چې په کې ګڼ شمېر نړيوالو لوبغاړو هم برخه اخيستې وه.

نن ددې سياليو په څلورمه ورځ لومړۍ لوبه د بند امير او سپين غر لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.

د بند امير لوبډلې په ټاکل شويو ٢٠ اوورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدلو ١٦٢ منډې جوړې کړې او سپين غر ته يې د ١٦٣ منډو هدف ورکړ.

د بند امير له لوري شاهد الله کمال ٥٧ او نجيب الله ځدراڼ ٣٦ منډې جوړې کړې او د سپين غر له لوري  بلال خان، افتاب عالم، روښان بارکزي او باطن شاه دوه ، دوه لوبغاړي وسوځول.

سپين غر لوبډلې ياد هدف ترلاسه نه شو کړاى او ټوله لوبډله يې په پنځلسم اوور کې په ٨٠ منډو وسوځېدله، دغه راز د بند امير لوبډلې دا لوبه د ٨٢ منډو په توپير سره وګټله.

د بند امير له لوري د زمبابوې لوبغاړي چتارا درې، راشد خان او شاهد الله دوه دوه لوبغاړي وسوځول. شاهد الله غوره لوبغاړى اعلان شو.

تر غرمې وروسته دويمه لوبه د مس عينک او امو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه  چې د مس عينک په بريا پاى ته ورسېده.

د امو لوبډلې په ټاکل شويو ٢٠ اوورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدلو ١١١ منډې جوړې کړې، پاکستاني لوبغاړي عبدالرزاق ٣٠ او افسر ځاځي ٢٨ منډې جوړې کړې، د مس عينک له لوري دولت ځدراڼ درې او محمد نبي دوه لوبغاړي وسوځول.

د مس عينک لوبډلې ياد هدف په ډېرې اسانۍ سره په اتلسم اوور کې د دوو لوبغاړو په سوځېدلو ترلاسه او لوبه يې وګټله.

د مس عينک له لوري د زمبابوې لوبغاړي سبندا ٤٢ او د افغانستان احسان الله ٤٠ منډې جوړې کړې.

د دې لوبې نندارې ته زرګونه مينه وال ورغلي وو.

login or register a new account.

ورته موضوع