ګردېز (پژواک، ٢٤ وږى ٩٦): ولسمشر اشرف غني وايي چې نړيوالو ته قناعت ورکول، د ملي ځواکونو د تورې په زور ممکن شول.
ولسمشر اشرف غني دغه څرګندونې د وږي په ٢٤مه پکتيا ولايت ته د سفر پر مهال پوځي او ملکي چارواکو او افسرانو ته د وينا پر مهال کړې دي.
له ارګه نن سهار په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر د يوه لوړپوړي پلاوي سره د سوېل ختیځ زون د امنیتي حالت ارزولو په موخه ګردېز کې د ٢٠٣ تندر قول اردو ته تللى دی.
ولسمشر په ٢٠٣ تندر قول اردو د ياد زون پوځي او ملکي چارواکو، افسرانو او سرتېرو ته په خپله وينا کې زياته کړه: ((چې تندر قول اردو د هېواد له بهترينو قول اردو ګانو څخه دی، زه نن د دې لپاره راغلی یم چې له خپلو امنیتي ځواکونو، د دوی له کورنیو او په ځانګړې توګه میندو څخه یې مننه وکړم.))
هغه وويل چې هېڅ قوت د ده او د امنیتي ځواکونو د قطعاتو او ولسونو تر منځ خنډ نه شي ګرځېدای او تل به د دوى په منځ کې وي.
ولسمشر وسله والو مخالفينو ته وويل چې په جنګ کې ګټه نه شي کولای.
اشرف غني وايي: ((زموږ ګاونډیان وايي چې اشرف غني نړیوالو ته د قناعت ورکولو لپاره ځانګړې ژبه او منتر لري، خو حقيقت دا دی چې نړیوالو ته قناعت ورکول ستاسې (ملي امنیتي ځواکونو) د تورې په زور ممکن شول.))
د ولسمشر په وينا، درې کاله وړاندې ٩٠ سلنه شنونکو د نظام د سقوط خبرې کولې، خو نن ورځ هېواد ورځ تر بلې قوي کېږي.
هغه له ملي ځواکونو مننه وکړه چې د جګړې په ډګر کې يې د سرښندنو او دښمن په ماتولو سره يې ده ته د نړۍ د قانع کولو فرصت ورکړ.
ولسمشر غني ژمنه وکړه چې ملي ځواکونه به نور هم پیاوړي کړي او تجهیزات او امکانات به یې زیات کړي، پر هوایي ځواک به اساسي پانګونه کېږي.
نوموړي وويل چې افغانان په وینو کې نور ژوند نه غواړي، جګړه نور بس ده، د جګړې په ډګر کې پر دښمن د بریاليتوب په څېر باید سیاست هم وګټل شي.
login or register a new account.